غرور یې پای ته ورسید؛ پریانکا بیرته بالیوډ ته راځي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې پریانکا چوپړا د ۲۰۱۸ کال ډسمبر میاشت کې د امریکایې سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ چې ترې وروسته یې بیا په بالیوډ فلمونو کې د کار کولو درک ونه لګېده.
که څه هم له واده وروسته پریانکا او خاوند یې په امریکا کې اوسیږي او هلته ډېر وخت تیروي نو دا هڅه یې کړې چې په هالیوډ یا امریکایې فلم نړۍ کې ځان ته ښه کار پیدا کړي.
داسې خبرونه خپاره شوي وه چې پریانکا چوپړا به د امریکایي سندرغاړي سره تر واده وروسته هالیوډ ته مخه کړي او د بالیوډ سینما سره به مخه ښه وکړي.
په رپوټ کې د دې خبر د ثبوټ لپاره راغلي چې تر واده وړاندې یې لا سلمان خان سره په فلم بهارت کې له کار کولو انکار وکړ او تر واده وروسته یې تر اوسه فقط او یوازې یو د بالیوډ فلم (اسکائي از پنک) ته رضایت ښودلی و.
خو اوس ډان نیوز خبر خپور کړی چې د فلم دغې ښکلې ستورې عقل ځای ته راغلی او فکر یې کړی چې د بالیوډ سره مخه یې په تاوان ده، ډان نیوز وایي پریانکا دغه فکر له واده ۷ میاشتې وروسته کړی.
د خبر له مخې د دې په خاطر چې د فلم دغې ستورې ته په ښو فلمونو کې کار پيدا شي، د بالیوډ سینما له مخکښو فلم جوړونکو سره یې کتلي.

ډان نیوز د دکن کیرونیکل د رپوټ له حواله لیکلي، پریانکا چوپړا په دې ورځو کې د هندي سینما د فلم جوړونکو سره خبرو بوخته ده.
رپوټ کې د سرچینې په حواله راغلي؛ مېرمن چوپړا د سنجي لیلا بهنسالي، کرن جوهر، وشال بهردواج، سدهارت رائ کپور او ادتیا چوپړا سره لیدنې کړي تر په فلمونو کې د کارکولو موقع ورکړې.
په رپوټ کې ویل شوي چې دا اداکاره په بالیووډ کې کار کولو غواړي خو هیله یې دا ده چې د کوم نوموتي او مشهور فلم ستوري یا کوم لوی نوم لرونکي فلمي ډلې یا کوم مشهور فلم لارښود سره ورته فلم کې کار پيدا نه شي ځکه چې نوموړې اداکاره فکر کوي چې په دې به یې نړیوال شهرت ته زیان ورسي.
په رپوټ کې لا پسې زیاته شوې چې پریانکا چوپړا اوس د کوم غټ فلم د کار کولو هیله نه لري بلکې د اسکائی از پنک په څېر کوچیني فلم پروژو ته لومړیتوب ورکوی.
د ډان نیوز په دغه راپور کې ویل شوي که چېرته پریانکا ته داسې فلمونو کې کار کولو وړاندیز ونشو نو نوموړې به خپله خپل فلمونه پروډیوس کړي.
پریانکا چوپړا لا له وړاندې خپل د فلم تولیدونکې کمپنۍ لري.
د یادولو ده چې په هندي سینما کې د پریانکا وروستی فلم (جي ګنګا جل) په ۲۰۱۶ کال کې سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شو او نوموړې په اوس ورځو کې په نوي فلم (سکائ از پنک) په شوټینګ بوخته ده.
اټکل دی چې دغه فلم د روان کال اکټوبر میاشت کې ریلیز شي.
بل لورته پریانکا چوپړا په ۲۰۱۶ کال کې په هالیوډ کې هم فلم (بي واچ اور ازنټ رومانټیک) نندارې ته وړاندې کړی و او په دې ورځو د هالیوډ سینما د یوه فلم په شوټینګ هم بوخته ده.