کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول

رنګین تجريدي ډیزاین

خبر: بشر درویش
کونړ کې د ځنګلي پړانګ نیول شوي بچي د کونړ والي له لوري د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته وسپارل شول.
104802001 3897282580344240 4069305306762252648 n کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول
د کونړ ولایت د مطبوعاتو یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د پړانګ دغه درې بچي چې د کونړ ولایت پېج درې ولسوالۍ د شوړیک درې په ځنګلونو کې نیول شوي و د کونړ والي، امنیتي ارګانونو او ځایي خلکو په هڅو له سیمې تیره ورځ انتقال او نن د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته وسپارل شول.
104250772 3893046167434548 2716329326546720587 o کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول
ځایي خلک وایي ځنګلونو کې اوس هم داړونکې ژوي شته او وخت ناوخت د دوی د مالونو په رمو یرغل کوي.
104596024 3897282267010938 2758445659601182872 o کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول
د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې د والي عبدالستار میرزکوال له قوله ویل شوي چې د دې ولایت د جغرافیې ساتلو مسوولیت لري، د امنیت نیولي، تر پرمختیایي چارو، ځنګلونو بیا احیا، قاچاقو مخنیوي او د ځنګلي ژویو د ساتلو په برخه کې به خپل مسوولیت ادا کړي.
104480111 3897282873677544 6647965836086592139 n کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول
کونړ چې ډیری سیمي یې ځنګلونه لري، د ځنګلونو وهلو، جګړو او بمباریو له امله ځنګلي ژویو نورو سیمو ته کډه کړې، خو په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم بېلابېل ډولونه شتون لري، خو تر دې دمه یې د ناقانونه ښکار مخه نده نیول شوې.
104495261 3897283487010816 198695219976399580 n کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول