ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان اسلامي دولت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره اونۍ کندهار ولایت ته په دوو ورځو کي د لاسته راوړونو ډک سفر وکړ او په ۲۰۵ اتل قول اردو کي یې د کندهار د مختلفو طبقو خلګو سره مخامخ لیدني او کتني وکړې.
ولسمشر په لومړۍ ورځ د ټولګټو څلور پروژې پرانیستلې، د سترغازي احمدشاه بابا د زیارت ترڅنګ یې  د غازي نوم د کندهار پر هوايي ډګر و نوموئ او د کندهاریانو سره یې په دوهمه ورځ مخامخ ولیدل.
د محمد اشرف غني سره په دې سفر کي د دفاع وزیر، د لوړو زده کړو وزیر، د ښار جوړولو وزارت معین، د کابینې یو شمېر نور وزیران، د ښار جوړولو وزارت غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم مل وه.
ولسمشر کندهار ولایت ته په رسېدو سهار وختي د کندهار نړیوال هوايي ډګر نوم د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته تبدیل کړ.
66281335 2264654643610765 3554127403565449216 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
نوموړي د ډګر په اړه وویل:

اوس به د احمد شاه بابا بین المللي هوایي ډګر باندي درې چنده پانګونه وسي، همدارنګه زه غواړم دغه هوايي ډګر په سیمه کي د وصل نقطه وي، تر څو د کندهار تولیدات خلیج، اروپا او نورو هېوادونو ته له همدې ځایه صادر سي.

له دې ولسمشر د احمدشاه بابا د نړیوال هوايي ډګر څخه د کندهار ښار تر دوه لاري پوري په لویه او عصري ډول جوړه سوې جاده پرانیستله.
65876393 2264655243610705 8327574813916790784 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د پرانیستلو سره سم ولسمشر دا جاده او واټ د خپلواکۍ د اتل شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه.
دغه واټ ۱۶،۴ کیلو متره اوږد او ۶۹،۲ متره پلنوالی لري او د دولت له پرمختایي بودجې څخه د ۲،۸ میلیارد افغانیو په لګښت جوړ سوی دی.
ولسمشر په دې وخت کي وویل:

ما په ټول هیواد کي داسي جاده او لوی (پراخه) سړک نه وو لیدلی، دا واقعاً ښکلی دئ.

له دې پرانیستني وروسته ولسمشر د ښار یو بلي څنډي ته ولاړ او هلته یې د ۳۰ او ۱۵ میګاواټو لمریزي برېښنا پروژې پرانیستلې.
66380603 2264983520244544 4731725376483491840 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
دا پروژه چې په دوه برخو کې جوړه سوې ده، د ۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري د خصوصي سکتور بودجې او د هیواد د مالیې وزارت سب سایډي څخه د ۳۹ میلیون ډالرو په لګښت بشپړه سوې او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
له هغه وروسته د هېواد د وسله‌ وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني د دې ولایت امنیتي غونډه رهبري کړه.
65657543 2265228153553414 6108940368324067328 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
لومړی د کندهار ولایت امنیتي مسؤولینو جمهوررئیس ته د سویل زون او په ځانګړي ډول د کندهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندي کړ او زیاته یې کړه، د امنیتي ارګانونو ترمنځ غوره همغږي سته او د دښمن د ځپلو لپاره ټول عملیات ښې لاسته ‌راوړني لري.
جمهوررئیس غني وویل:

په عملیاتو کې د هیواد د هوایي ځواکونو فعالیتونه مؤثر دي او هوایي ځواکونه به زیات سي.

هغه د کندهار ولایت امنیتي مسؤولینو ته لارښونه وکړه چي د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
له هغه وروسته د ولسمشر غني په لارښوونه د عامي روغتيا وزیر ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیستئ.
66119963 842222552813592 2978998232857706496 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د کابینې یو شمیر وزیرانو، د کندهار چارواکو او روغتیا پالانو په ګډون د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون رسماً افتتاح او ګټي اخستني ته وسپارئ.
یاد روغتون د ۶۱۵۷۸۳۵.۹ افغانیو په لګښت د دولت د پرمختیايي بوديجي څخه جور سوئ دئ.
65968253 842222592813588 7587760430823505920 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د دغه روغتون ټولي برخي په اساسي اومعیاري ډول اعمار سوي او په اړینو عصريو وسایلو د ناروغانو د خدمت لپاره سمبال سوئ دئ.
ولسمشر د سفر په لومړي مازدیګر د دغه ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو له یو شمېر ډاکټرانو سره وکتل او د هغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه یې واورېدل.
65565053 2265374926872070 3714477293142278144 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
په پیل ډاکټر عبدالقیوم پخلا د دولتي او ډاکټر حسین اکرامي د خصوصي سکتور د ډاکټرانو په استازیتوب خبري وکړې او د ولسوالیو په کچه یې د روغتیایي مرکزونو د زیاتولو، د قابله ګانو او ښځینه واکسیناتورانو د کمبود، د طالبانو له لورې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د بندولو، په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له روغتونونو څخه د ملاتړ او د کندهار ۳۵۰ روغتون تجهیز ته چې نن پرانیستل سو د پاملرني په برخو کي خپلي غوښتني او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.
له دې لیدنو وروسته ولسمشر د کندهار ولایت د ښوونځیو له ښوونکو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل او د هغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل.
65557799 2265423973533832 1308250156507856896 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
په پیل کي د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل او پوهنیار عبدالمالک نیازي د خصوصي پوهنتونونو او شېراحمد د کندهار ولایت د ښوونکو په استازیتوب خبرې وکړي او خپلې ستونزي او وړاندیزونه یي د جمهوررئیس سره شریک کړل.
په همدې مازدیګر ناوخته ولسمشر د کندهار ولایت د ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل.
د دوی سره یې له نږدو خبري وکړې او د سپین بولدک ولسوال حاجي سیدعلي د نورو په استازیتوب جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل:

د کندهار والي تر ډېره حده د دوی ستونزي حل کړي او همدارنګه یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکي ادارې رئیس څخه د ولسوالانو ملي کنفرانسونو د جوړولو له امله مننه وکړه.

ولسمشر د سفر دوهمه ورځ د لمر ختو وړاندي پیل کړه او د پیل سره سمدستي د ستر امپراتور غازي احمد‌شاه بابا کور ته ولاړ.
د غازي کور ته پر لاره یې د یو شمېر کندهاري ماشومانو، ځوانانو او دوکاندارو سره وکتل.
2 ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
نوموړي د کور څخه هر اړخیزه لیدنه وکړه او ددې تاریخي ځای د ساتني او بیارغاوني په اړه يې د ښار جوړولو وزارت معین روښان ولسمل او د کندهار ولایت مسئولینو ته، لازمي لارښووني وکړې.
66199038 2266289973447232 3795972021251211264 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د نوموړي کور مالکانو خبر ورکړی وو، چي د احمدشاه بابا کور زوړ سوی او بیا رغوني ته اړتیا لري.
ولسمشر د غازي بابا کور د لیدني څخه وروسته د محمد(ص) د خرقې مبارکي زیات ولاړ.
65863410 2266331960109700 4785667094819635200 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
له زیارت کولو وروسته د خپلواکۍ د اتل ستر جنرال شهیدعبدالرازق خان زیارت ته هم ولاړ او له هغه ځای څخه یې د ۲۰۵ اتل قول طرف ته حرکت وکړ.
ولسمشر په دوهمه ورځ لومړۍ لیدنه کي د کندهار ولایتي شورا د غړو سره وکتل.
65672548 2266392266770336 5908834384554754048 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د شورا غړو او ولسمشر د افغانستان د سولې پروسې، د کندهار پوهنتون د پراختیا او د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پروګرم د پیل، د روغتیایي خدماتو د ښه‌والي، د امنیت تأمین ته د پاملرني په ځانګړي ډول سرحدي ولسوالیو او په دغه ولایت کې د ښځینه بندیانو د ستونزو په برخو کي خپل نظرونه او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.
ولسمشر په دوهمه لیدنه کي د کندهار د علماء کرامو سره وکتل.
66102576 2266502106759352 5246275815892582400 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
جمهوررئیس غني د هیواد د علماؤ د هڅو مننه وکړه او وې ویل:

په ټول هیواد کې د جوماتونو د جوړېدو په خاطر اقدام سوی او د کندهار ولایت په کچه یو لوی دارالعلوم جوړېږي، دغه راز مې د کندهار والي ته لارښوونه کړي چي د دې مدرسې د جوړېدو لپاره ځمکه په پام کي ونیسي.

 
په پسې لیدنه کي ولسمشر د کندهارۍ مېرمنو سره وکتل.
65765540 2266510110091885 7531506065871994880 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
نوموړي د هغوی ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او د ښځو د لاسي صنایعو ستونزي د حل په برخه کي د صعنت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې له هیواده بهر دي د افغانستان ټولو سوداګریزو اتشو سره دي د کندهار ولایت د ښځو د لاسي صنایعو لپاره یو خاص واحد جوړ او په دې برخه کې دي اقدام وکړي .
له دې وروسته ولسمشر له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی خبرو ته یې غوږ ونیوئ.
65647764 2266595073416722 4018047222301065216 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
ولسمشر له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې په خپلو تدارکاتي چارو کي دي داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، دغه راز یې د هیواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چي د کندهار د مېوو له تولید سویو جوسو څخه استفاده وکړي.
په پنځمه لیدنه کي ولسمشر د کندهار د شهیدانو ورثې او معلولینو سره وکتل.
65838805 2266826606726902 5460377624905777152 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
د هیواد جمهوررئیس وویل:

د ټول هیواد په کچه به د معلولینو دوه تنه استازي په مشرانو جرګه کي د سناتورانو په حیث انتصاب کړي، همدارنګه به د معلولینو یو تن د جمهوري ریاست د سلاکار په توګه استخدام سي. دېته ورته جمهوررئیس ژمنه وکړه چې په دولتي ادارو کي به د معلولینو ونډه زیاته سي.

 
ولسمشر په وروستیو لیدنو کي د کندهار ولایت د مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
65921839 2267839963292233 725652432809361408 n ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
په پیل کې ښاغلي زاهدي، حاجي ګلبدین، حاجي عبدالرحیم، قاري محمدهاشم د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کي د جمهوررئیس، کړني، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.
او ولسمشر په اخیرنۍ لیدنه کي د کندهار د یو شمېر ځوانانو سره وکتل او د هغوی غوښتني او ستونزي یې له نږدو واورېدې.
ولسمشر په دې ټولو لیدنو کي د خلګو خبري خپله لیکلي، د لیدنو پر مهال یې د هر کس سره جلا جلا روغبړ کاوه او په ورین تندي یې خبري ورسره کولې.
په ټوله کي د کندهار خلګ د ولسمشر دداسي ورتګ څخه په لومړي ځل خوښ وه او د راتلونکي لپاره یې یو ځل بیا هیلي راژوندۍ سوې.
ولسمشر تر اوسه څو ځلي کندهار ته سفرونه کړي، چي د کندهار د خلګو د ستونزو څخه یې یوه لویه ستونزه خو په نیمه کچه حل کړه، چي هغه د برېښنا ستونزه وه.
66156517 2264983990244497 1475573857497645056 o ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.
خو لا هم کندهار له مرکزي حکومته او په خاص ډول له ولسمشره بیا وغوښتل چي د دوی چاري دي په منظم ډول خو جدي وڅارل سي او موږ ته دي خپل حقوق راکول سي.
ولسمشر په خپله تېره پنځه کلنه دوره کي په لومړي ځل یو ولایت ته په دوو ورځو سفر ځي او هلته د خلګو سره نږدې لیدني ترسره کوي.
ولسمشر له کندهار وروسته، د سفر په دریمه ورځ زابل ولایت ته ولاړ او هلته یې د زابلي چارواکو او خلګو سره ولیدل.