ژباړه: عطا محمد میاخېل
ستاسو ذهن ستاسو د بریا یوه مهمه برخه ده، ستاسو کار و بار، ماتې او بریاوې مو، لومړی ستاسو په ذهن کې رامنځته کېږي او وروسته ترسره کېږي.
د بریا د تګلوري د وهلو (طی) کولو لپاره باید ځواکمن ذهن ولرئ، ترڅو وکولای شئ مدیریت وکړئ، تصمیم ونیسئ او له ننګونو او ستونزو سره مبارزه وکړئ. داسې تګلارې شته، چې کولای شي، ذهن مو ځواکمن کړي او البته داسې مسایل هم شتون لري، چې د کمزوري کېدو سبب یې ګرځي، نو حواس مو باید دې ټکو ته وي:
هر څوک ښایي په خپل کارو بار کې له ستونزو سره مخ شي او ماتې وخوري، خو هغه کسان، چې له بریده زیات دې ستونزو ته اندېښنه او خپګان کوي، نو کمزوری ذهن لري. تر یوه بریده طبیعي ده، چې اندېښمن واوسئ او خپګان وکړئ، خو د دې ستونزو سترول او په ورځو ورځو ورته اندېښمن او خپه اوسېدل د فکر او ذهن ځواک مو را کموي او د ودې او پرمختګ مخه مو نیسي.
ښه ده، چې له نورو سره مشوره وکړئ، په ځانګړې توګه د مهمو تصمیمونو د نیولو پرمهال، خو نباید مشوره کول د نورو تر اغېزې لاندې په راتلو سره تېروتنه وکړئ، ځکه چې دا دواړه له یو بل سره توپیر لري او جلا جلا جملې دي. هغه کسان، چې ځواکمن ذهن لري، نو د خپل ذهن خاوندان دي او اجازه نه ورکوي، چې افکار او احساسات یې د نورو له خوا کنټرول شي.
د بدلون لپاره چمتو واوسئ، په بېلابېلو شرایطو کې شونې ده، اړ شئ چې کاري فضا لږ بدله کړئ او کېدای شي اړ شئ، خپلې کاري څانګې ته مو بدلون ورکړئ، هڅه وکړئ، چې دا بدلونونه ومنئ، دا چې په وړاندې یې مقاومت وکړئ او سخت ومنئ او تل هڅه وکړئ، پخواني حالت ته بېرته ور وګرځئ، ذهن مو کمزوری کوي او د اوضاع کنټرول مو له لاسه وځي.
هغه څه مو، چې په لاس کې دي، کنټرول یې کړئ، خو د هغو مواردو لپاره، چې نه شئ کولای په اړه یې وړاند وینه وکړئ، یوازې هڅه وکړئ، چې چمتو واوسئ، دا چمتووالی مو ذهن پیاوړی کوي او برعکس د هغو مواردو د کنټرول لپاره، چې ستاسو په لاس کې نه دي، د ذهني ځواک د کمزورتیا سبب مو ګرځي.
ټاکل شوې نه ده، چې ټول ستاسو له کارونو څخه خوښ او راضي وي، دا چې وغواړئ، ټول خوښ او راضي وساتئ، د دې سبب ګرځي، چې خپله فکري خپلواکي له لاسه ورکړئ او چلندونه او کارونه مو یوازې د نورو د خوښ او راضي ساتلو لپاره وي.
تاسو هم هرومرو د نورو په څېر تېروتنې لرئ، خو دا چې تل د دې تېروتنو په فکر کې واوسئ او د ځان لپاره یې یادونه وکړئ، کوم څه نه شي سمولای او د دې سبب ګرځي، چې په اندېښنه او تېر کې ډوب شئ.
د نورو بریا نباید د دې سبب شي، چې تاسو غوسه شئ یا خپل ځان له هغوی سره پرتله کړئ، په دې بڼه پرځای د خپلو کارونو د ښه والي لپاره، له خپل ذهني ځواک څخه کار واخلئ، نو ځواک یې په پرتلنه او حسد باندې لګوئ. تاسو هیچا سره د پرتلنې وړ نه یاست، پرته له خپل ځان څخه په تېر کې. خپلې کړنې له تېر سره پرتله کړئ او د ښه کېدو لپاره یې هڅې وکړئ.
په هرې ماتې سره، ځان په ژور خپګان او وېرې باندې مه اخته کوئ او مه تسلیمېږئ. کولای شئ کلک، ټینګ او ښه پیل ولرئ، له ماتې څخه وېره، ستاسو او د ذهني ځواک د فلج کېدو سبب مو ګرځي.