فوټبال؛ ناپولې د ایټالیا کورني ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پرون شپه د ایټالیا هېواد د کورني فوټبال ټورنمنټ پایلوبه د دوو قوي لوبډلو ناپولې او یوونټوس ترمنځ ترسره شوه، چې ناپولې فوټبال لوبډلې یوونټوس ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ.
یاده پایلوبه بیله کومې ګولوهنې صفر په مقابل کې د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، خو وروسته لوبه پینالټیو ته ورسېده.
په پینالټیو کې ناپولې ۴ پر ۲ بریا خپله کړه او اتلولۍ ته یې ځان ورساوه.
د یوونټوس لپاره ډیبالا او ډانیلو ونه توانېده، چې پينالټۍ په ګولوهنې تبدیلې کړې، خو بونوچي او رمزي بیا پینالټۍ ګول کړې.
ها خوا بیا ناپولې ته څلور پینالټۍ ورسېدې او څلور واړه یې ګول کړې.
د ایټالیا په دې کورني ټورنمنټ کې دا د ناپولې لوبډلې ۶مه اتلولې وه، چې په ۱۹۶۲، ۱۹۷۶، ۱۹۸۷، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلنو کې يې لومړي مقامونه خپل کړل.
په دې ټورنمنټ کې تر ټولو ډیر یوونټوس ټیم ۱۳ ځلې اتلولۍ ته رسېدلی.
له هغه وروسته روما ۹ ځلې، انټرنازونال ۷ ځلې، لازیو ۷ ځلې او پورینټینا بیا د ناپولې په څېر  ۶ ځلې دا ټورنمنټ ګټلی.
د ایټالیا هېواد دا کورنی ټورنمنټ ۹۸ کاله مخکې، یعنې په ۱۹۲۲م کې د لومړي ځل لپاره تاسیس شو، چي اوس هر کال د ۷۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.