ژباړه:فضل الدين احسان
د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ښودلې ده چې هر کال د چاپيريال ککړتیا د ۱.۷ ميلونو هغو ماشومانو ژوند اخلي چې عمرونه يې د پنځو کلونو څخه کم وي.
ددې په سببونو کې ناپاکې اوبه ، د نظافت او پاکوالی نشتوالی، نظافت نه مراعتول او په کور کې او د کور د باندې ککړتياوې او همدارنګه د ټپي کيدنې شاملیږي.
د پنځه يا د پنځه کلنۍ څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو هغه نوې شميره چې په يوه مياشت کې د ککړتيا پواسطه اغيزمن شوي، ښيي چې د نړۍ د ماشومانو له څلورو یوه برخه مړینې د چاپیریالي ککړتیا له کبله رامنځ ته کیږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان نوی راپور ښيي چې د ماشومانو د مړينې عمومي اسباب، هغه ناروغۍ دي چې پخوا هم په ماشومانو کې موجودې وي ، د کنټرول وړ وي او همدارنګه وګړي يې زيات اغيزمن کړي .
په دې ناروغیو کې نس ناستی یا اسهال، ملاریا، سینه بغل او ځنیې نورې یادې وشي چې د درملو ، د ماشو لپاره د پشه خانې په کارولو، پاکو اوبو ته په لاس رسي او د سون لپاره د بې ضرره موادو په تر لاسه کولو کنټرولیدای شي او له منځه ځي.
له همدې کبله خو ککړ چاپیریال د ماشومانو لپاره وژونکی چاپیریال بلل کیږي.
د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مشر ډاکټر مارګریټ چن ويلي دي چې د کور دننه او د کور د باندې هوا ککړونکي لکه لوګي، دودونه، ګردونه او د سیګرټو دویم لاس دود د کوچنيو ماشومانو روغتيا د خطر سره مخ کوي او په ماشومتوب کې د سينه بغل خطر زياتوي او همدارنګه دوامداره تنفسي ناروغۍ لکه تنفس تنګي خطر د ژوند په اوږدو کې زیاتوي.
پر دې سربیره څیړنو هم ښودلې ده چې د هوا ککړتيا په وګړو کې د سرطان، د زړه ناروغیو او مغزي سکتې سبب کیږي.
د نړۍ ۹۰ سلنې څخه زيات وګړي د روغتيا د نړيوال سازمان د معيار په اساس ککړه هوا تنفس کوي.
په دغه راپور کې هغه لارې چارې ښودل شوې دي چې دکومو لارو په واسطه د د هوا د ککړتیا له کبله رامنځ ته شوي ګواښونه کنټرولیږي او د مړینو مخه نیسي.
تر ټولو مهم سپارښتنه پاکو اوبو ته د وګړو لاس رسۍ دی چې په ګڼو سیمو کې نه شته. که چیرې خلک پاکو اوبو ته لاس رسۍ ولري پر انساني روغتیا د ککړ چاپیریال ناوړه اغیزې تر ډیره کمیږي.
د روغتیا د نړيوال سازمان د عمومي روغتيا د څانګې مشره ډاکټره ماریا نیریا وايي، چې يو ککړ چاپيريال زمونږه د ماشومانو د روغتيا لپاره شديد ګواښ دی. د راپور له مخې د بریښنايي او الکټرونيکي ضايعاتو زياتوالى هم يو ډول مشکل دي. که چيرې په صحيح ډول سره اداره نشي نو ددې امکان شته چې ماشومان د زهرو د خطر سره مخ کړي کوم چې د دوئ په ځيرکتيا اغیز کوي. د فکري ګډوډئ، د سږو زيانمنیدو او د سږو د سرطان سبب کیږي او همدارنګه د نړۍ د اقلیم د بدلون ګواښ زیاتوي.
راپورونه وايي چې په نړيواله کچه د يوه اټکل له مخې په ماشومانو کې ۴۴ سلنه تنفس تنګي ناروغۍ په چاپيريال ګواښونو پورې اړه لري. نوي راپورونه اوس په دي غور کوي چې په کوچنيو ماشومانو کې د ناروغيو د کنتړول لپاره داسي لاري پيدا کړي چې ترڅو د ګواښونو او مړينې کچه کمه شي.
دغه لارې عبارت دي له د هوا د ککړتيا کمول ، پاکو اوبو ته لاس رسی زیاتول، خوندیتوب ، له لوګي څخه د حامله دارو میرمنو ساتل او داسې خوندي چاپیریال رامنځ ته کول چې ټپي کیدنه کمه شي.
د کور دننه او د باندې هوا ککړونکي د ماشومانو په روغتيا او وده باندې مهمه اغيزه لري. دغه مشکل يوازې په ککړو ښارونو کې نه دی بلکې د اطرافو هغو غريبو کورنيو کې يې اغيزه ډيره وي چې د پخلي په نتيجه کې ناسم د سوزن مواد سوزوي او په ډیره اندازه کاربن ډای اکسایډ هوا ته استوي.
په لندن کې د چاپیریالي نظافت سره د تړلي طبابت د پوهنتون استاد جای لاون چې د میندو او ماشوم د روغتیا د برخې استاد دی وايي، پاکې اوبه په شتمنو هيوادونو کې استعماليږي او هغه ماشومان چې په ډير ګرم اقليم لرونکي ساحو کې ژوند کوي د ساري ناروغيو د لوي خطر سره مخ کيږي.
پروفيسر لاون سربیر پردې وايي چې د هوا ککړتيا يوازې د ماشومانو د مړينې سبب نه ده. بايد په دی هم پوه يوو چې د ککړو اوبو او ککړې هوا دواړو پواسطه په ګڼ شمیر کې ماشومان د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مري.
ددې لپاره چې د سينه بغل د ناروغۍ پواسطه مړينه کمه شي نو پکار ده چې د سينه بغل ضد واکسين او انټي بيوټيک استعمال شي، د ملاريا څخه د ساتنې لپاره د ملاريا ضد درمل او د غوماشو ضد جالۍ استعمال شي يعنې دا يوازې نه ده چې ککړتيا د ماشومانو د مړينې عامل دي بلکې نور فکټورونه هم وجود لري.
په دي راپور کې د حل په زړه پورې لارې ذکر شوې دي چې د کورونو څخه د خځندو ، پوپنکو او افتونو له مينځه وړل، د سيمابو رنګمالي له مينځه وړل، د د خوندیتوب اقدامات زیاتول ، په مکاتبوکې ښه تغذيه، په ښارونو کې ښه پلان پلي کول چې ترڅو په ښارونو کې شنې ساحې زياتې شي او همدارنګه د فابريکو پواسطه د فابريکو د ضايعاتو اداره کول یې مهمې لارې دي .
په راپور کې ویل شوي چې پر فصلونو دې د افت وژونکو درملو کارول کم شي. ماشومانو څخه دې په بزګرۍ کې کار نه اخیستل کیږي او همدارنګه ګڼ نور اقدامات باید ترسره شي څو د ککړ چاپیریال له کبله د ماشومانو مړینه کمه شي.
دغه راپور مشخصه کړې ده چې په نړۍ کې د چاپيريال ککړونکي د ماشومانو په صحت او روغتيا باندې څنګه او څومره اغيزه کوي.
جان هالوی چې په ( Southampton) پوهنتون کې د الرژي او تنفسي جنيټک پروفيسر دې او په اوس وخت کې يې نوې راپور ( د ژوند په اوږدو کې د هوا د ککړتيا اغيزې ) د عنوان لاندې نشر کړي ده، ويلي دي چې مونږ بايد په ياد ولرو چې د ککړتيا شديدې اغيزې يواځې د ماشومانو په روغتيا باندې نه دي کوم چې په راپور کې ذکر شوي دي بلکې مونږ بايد ددې په اړه دلچسپي ولرو او پوه شو چې دا ککړتیا له ماشومتوبه تر زړښته بشري ژوند په ارام نه پریږدي.
هولووې همدارنګه ويلي دي چې دغه موضوع يوازې د مخ پر ودې هیوادونو د اندېښنې وړ مسله نه ده، بلکې په پرمختللو هیوادونو لکه بریتانیا کې هم ککړه هوا، د سیګرټو دویم لاس لوګی او نور ګواښونه د ماشومان روغتیا زیانمنوي.
همدارنګه د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO هم ويلي دي چې ددغو مشکلاتو د حل لپاره دې بايد جدي اقدام وشي او هم يې ويلي دي چې مسولين او وګړي بايد ددغې موضوع په اړه جدي عمل وکړي او د اوږد مهالو حل لارو په اړه یې باید فکر او غور وکړي. څو د راتلونکو نسلونو ژوند خوندي وي. موږ ټول دا مسولیت لرو چې د چاپیریال ککړتیا راکمه کړو.