کېرون پولارډ جرمانه شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

کېرون پولارډ چې له ممبيي اندیئنز لوبډلې سره خورا مناسب توپ وهونکی دی، پرون د می په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ماښام د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې پایلوبه کې له لوبڅار سره لفظي شخړه وکړه.
شخړه په دې رامنځته شوه، چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له خوا وروستي اوور ته ډوېن براوو راوغوښتل شو، هغه دوه توپونه په پولارډ مِس کړل، دریم توپ پولارډ پرېښود؛ ځکه له ټاکلي حد بهر و او وایډ بال و.
لوبڅار وایډ ور نه کړ؛ نو پولارډ د براوو څلورم بال څخه لرې شو او بیا لوبڅار ورغی او د غوسې علت یې ترې وپوښته او پولارډ ته یې خبرداری ورکړ.
پولارډ ورسره د وایډ توپ پر سرلانجه وکړه.
k pollard کېرون پولارډ جرمانه شو
نن خبر راغلی دی، چې کېرون پولارډ د خپل حقه حق په وجه چې وې یې غوښت جرمانه شوی دی.
هغه باندې د لوبې ۲۵ سلنه جرمانه لګېدلې ده.
له غوسې وروسته پولآرډ په براوو دوه څلوریزې ووهلې او ټارګېټ یې تر ۱۴۹ منډو لوړ کړ.
کرېک بز وېب پاڼې ویلي، چې کېرون پولارډ د لومړي فصل دوهمې مادې اتمې فقرې له اصولو سرغړونه کړې او د آې پي ایل د اخلاقو له کوډونو یې تېری کړی دی؛ نو ځکه جرمانه شو.
د آې پي ایل مشران وایي چې دوی د ده ګُناه تائید کړې او جرمانه به ورکوي.
تر دې مخکې روهېت شرما هم د وېکټو په وهلو سره پنځلس سلنه جریمه شوی و.
روهېت شرما د کلکتې لوبډلې خلاف له ایل بي ډبلیو اوټ وروسته وېکټې په بېټ وهلې وې او بیا د آې پي ایل ناظمانو پرې ۱۵ سلنه جرمانه لګولې وه او روهېت هم منلې وه.