
د نړیوال جام ګټونکو لوبډلو په اړه د کرکټ پخواني او اوسني لوبغاړي او د کرکټ مبصرین وخت ناوخت نظریات ورکوي.
په تېر کې ایئن مورګن د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبډلې په نښه کړې وې.
ورپسې بیا مېچل کلارک هم د نړیوال جام په اړه څرګندونې درلودې او اوس د اسټرالیا بل لوبغاړي انګلستان ننګولی دی.
د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او رېټایر لوبغاړی ریکي پونټېنګ وایي، انګلستان به نړیوال جام کې د دوو لوبډلو له خوا ماتېږي او د نړیوال جام ګټلو ته به یې په اسانۍ پرېنږدي.
نوموړي ویلي اسټرالیا او هندوستان دوه هغه لوبډلې دي، چې انګلستان ته به سر خوږی جوړېږي او دا لوبډله به د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام ګټلو ته پرېنږدي.
ده دا خبره د سپورټس کیډا او د اسټرالیا د کرکټ په نامه وېب پاڼو ته کړې ده.
انګلستانۍ لوبډله د نړیوال جام ګټلو ته یې مناسبوالی
انګلستانۍ لوبډله سږ کال د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام د ګټلو ادعا کوي، سږ کال د پنځوس اوریز نړیوال جام دولسم پړاو دی.
دا چې انګلستان د نړیوال جام د ګټلو ادعا لري؛ په اړه یې دلایل شته.
لومړی دا چې انګلستانۍ لوبډله نن سبا خورا ټچ کې ده؛ یو ورځنۍ لوبې په پرله پسې ډول ګټي او د ۲۰۱۷ م کال څخه یې په یو ورځنیو لوبوکې لومړی مقام ساتلی دی، د ویسټ انډیز، سریلانکا او پاکستان خلاف یې وروستۍ لوبلړۍ په خورا ښه انداز وګټلې او پاکستان یې څو ورځې وړاندې کلین سويپ کړ او ۴ لوبې یې سر په سر ترې وګټلې.
دوهم دلیل د دوی د توپ وهنې دی؛ نن سبا انګلستان په خپله لوبډله کې د یو ورځنیو لوبو خورا لوړ لوبغاړي لري او ټول یې فوم کې هم دي.
جېسن رای، جاني بېرسټو، جو روټ، ایئن مورګن او جاس بټلر خورا ځواکمن توپ وهونکي دي.
بېن سټوکس، کرېس ووکس بیا خطرناک الراونډران دي.
د انګلستان د بریا د ریم دلیل دا کېدای شي، چې دا نړیوال جام په انګلستان کې دی او انګلستان نسبت نورو لوبډلو ته په خپلو لوبغالو ښه بلد دي او کولای شي لوبغالو ته په کتو پرېکړې وکړي او د لوبو ګټلو لړۍ جاري وساتي.
د ۲۰۱۷ کال په قهرمانۍ جام سیالۍ کې هم انګلستان د لومړي پړاو تر وروستیو شېبو ماته نه وه خوړلې او د لومړي پړاو ټولې لوبې یې ګټلې وې؛ خو په نیمه پایلوبه کې د پاکستان له خوا مات شول او بیا له سیالیو بهر شو.
نو دا درې ستر دلایل دي، چې انګلستان د نړیوال جام د ګټلو ادعاوې کوي.
بلو پلو اسټرالیا هم د نړیوال جام لپاره خورا مناسبه لوبډله اعلان کړې؛ که څه اسټرالیا د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام له ګټلو وروسته ښه کم بېک نه دی کړی، دا لوبډله له لومړي مقام څخه اوس پنځم مقام ته لوېدلې ده.
د دې لوبډلې د زوال لوی علت د ډېوېډ وارنر او سټیف سمېت نشتون و.
اوس ورته بېرته دواړه لوبغاړي راغلي او نړیوال جام کې د اېرون فېنچ تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېږي.
وارنر، سمېت، فېنچ، عثمان خواجه چټک او خطرناک توپ وهونکي دي، بل پلو بیا مېچ سټارک، بهرېنډورف، پټ کمېنس خورا خطرناک چټک توپ اچوونکي دي، اسټرالیا کولای شي، د دغو لوبغاړو پرمټ انګلستان ته ستونزې جوړې کړي.
اسټرالیا پنځه ځلې د نړیوال یو ورځني جام اتلولي ګټلې او د پنځم ځل اتلولۍ لپاره غاښونه چیچي.
نړیوال پنځوس اوریز جام له ۱۹۷۵ م کال څخه را په دېخوا پیل شوی، لومړي دوه پړاوونه سر په سر ویسټ انډیز ګټلي، ۱۹۸۳ کې هند ګټلی، ۱۹۸۷ کې اسټرالیا ګټلی، ۱۹۹۲ کې پاکستان ګټلی، ۱۹۹۶ کې سریلانکا، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې سر په سر اسټرالیا ګټلی، ۲۰۱۱ کال کې هند او ۲۰۱۵ م کال کې یو ځل بیا اسټرالیا ګټلی دی.
هندوستان او لوبډله یې
هندوستان بیا دوه ځلې نړیوال جام ګټلی او د دریم ځل لپاره یې مټې رابډ وهلي دي.
دې لوبډلې د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ او د ایم ایس ډوني په شتون کې ځواکمنه لوبډله اعلان کړې.
ویرات کولي، روهېټ شرما، شېکردوان، ایم ایس ډوني، کی ایل راهول، جسپرېت بومرا، محمدشمي، جدیجا او ځېنې نور لوبغاړي خورا خطرناک دي او کولای شي لوبډلې وګواښي.
د درې واړو لوبډلو انډول او توازن تقریبا سره برابر دی، دا درې واړه لوبډلې د نورو په پرتله ځواکمنې برېښي.
د افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا او ویسټ انډیز په اړه تر ډېره څرګندونې کمې کېږي.
خو دا لوبډلې هم ځان کم نه حسابوي او ځانته یو څه وایي.
ریکي پونټېنګ
ریکي پونټېنګ له ۱۹۹۵ م کال څخه تر ۲۰۱۲ م کال پورې د اسټرلیا لپاره لوبې کړي او په ډېری لوبو کې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.
دا چې د اسټرالیایي لوبغاړي ریکي پونټېنګ خبرې به څومره پرځای وي په اړه یې صبر کوو او اووه ورځې وروسته نړیوال جام د انګلستان او افریقا په لومړۍ لوبه پېلېدونکی دی.