ژباړه: عطا محمد میاخېل
له ماشومانو سره د لوبو لپاره ۷ مهم او بنسټیز ټکي، چې باید له خپلو ماشومانو سره د لوبو پرمهال یې مراعات کړئ.
۱ ـــ ماشومان د لوبو له لارې یې زده کوي
د ماشومانو لوبو ارزښت کم مه ګڼئ، ځکه چې:
ماشومان د لوبو له لارې خپل پوهنیزو او پېژندنیزو مهارتونو ته پراختیا ورکوي، لکه د ستونزو او مسایلو حل کول یا د ریاضيکي مهارتونو زده کول، کله چې داسې ښکاره کوي، چې د یوه خوړنیز پلورنځي څښتنان دي.
ماشومان د لوبو له لارې خپلې فزیکي وړتیاوې پیاوړې کوي، لکه د بدن د توازن ساتل.
ماشومان د لوبو له لارې نوې اصطلاحګانې زده کوي.
۲ ـــ لوبې یو روغ او سالم عادت دی
لوبې له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو ځواکمن او روغ بدن ولري او په ښه توګه وده وکړي. سر بېره پر دې، هغه ماشومان، چې تر ډېره لوبې کوي، په چاغښت او د وزن په زیاتوالي باندې نه اخته کېږي.
۳ ـــ لوبې اروایي فشار (سټرس) را کموي
لوبې له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو ښه عاطفي وده ولري. لوبې د ماشومانو لپاره یو خوندور کار دی. د ژور خپګان او اروایي فشار د کمښت لپاره یې یو فرصت برابروي.
۴ ـــ د ماشومان لپاره د لوبو کولو فرصت برابر کړئ
د مور او پلار په توګه، په زده کړه کې تاسو د ماشومان تر ټولو ستر حامي او ملاتړ کوونکی یاست، له دې امله تاسو باید ډاډ تر لاسه کړئ، چې ماشوم د ورځې ډېری ساعتونه لوبې کوي، ترڅو پوهنیز، پېژندنیز، ژبنیز، فزیکي، ټولنیز او عاطفي مهارتونه یې وده وکړي.
۵ ـــ لوبې او زده کول له یو بل سره لاس په لاس دي
لوبې او زده کول بېلابېل فعالیتونه نه دي، بلکې له یو بل سره اخګل شوي دي. په حقیقت کې لوبې د ماشوم ازمېښتون دی، چې په هغو سره نړۍ آزمویي.
۶ ـــ له کور څخه بهر لوبې وکړئ
د هغه وخت خاطرې، چې د کور په انګړ، په پارک او یا هم په آزاد طبیعت کې مو لوبې کولې په یاد لرئ؟ څنګه مو د کور شاوخوا کشف کوله، له خپلو همزولو سره مو د خاورو لوبې کولې او داسې نور … ښه اوس یې وخت را رسېدلی، چې دا خاطرې د خپلو ماشومانو لپاره هم جوړې کړئ.
۷ ـــ د ماشوم د لوبو په غریزې باندې باور وکړئ
تل هڅه مه کوئ، چې د ماشوم د لوبو لپاره یو ځانګړی قانون جوړ کړئ یا هغو ته یو خاص نظم او جوړښت ورکړئ، یوازې بسنه کوي، چې د هغه لپاره مناسب وخت په پام کې ونیسئ او پریې ږدئ، چې خپله لوبې پیل کړي. ډاډمن واوسئ غریزه یې هغه په سمه توګه د لوبو په تګلوري باندې وړاندې بیایي.