راپور: صابر حمیدي
انتونیو ګریزماین د چلسي فوټبال لوبډلي په وړاندي تر ننۍ دوستانه لوبي مخکي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چي لیونل میسي تراوسه راسره تماس ندی نیولی، مګر لیویز سواریز راسره تماس ونیوی، مبارکي ئې راکړه او بارسلونا لوبډلي ته ئې ښه راغلاست راته ووایه.
ګریزماین وویل، چي د بارسلونا پاته نورو ټولو لوبغاړو راته ښه راغلاست ووایه او خوشحاله یم، چي د دوی سره په څنګ کي لوبیږم.
هغه د اتلاتیک ماډریډ په اړه وویل، چي د هغې لوبډلي لوبغاړو او مسئولینو ته په دروناوي مي هغه لوبډله پرېښول.
د فرانسې هیواد دې بریدګر لوبغاړي په یاد کفرانس کي زیاته کړه، چي غواړم پيل مي په بارسلونا کي په ښه ډول ترسره کړم.
انتونیو ګریزماین یوه اونۍ مخکي د ۱۲۰ میلیونه یورو په ارزښت د ۵ کلنو لپاره د بارسلونا فوټبال لوبډلي سره یو ځای سو.
د بارسلونا کلب له لوري دې فرانسوي لوبغاړي ته ۱۷مه شماره لباس ورکړل سو، چي په دې سره به هغه په راتلونکي پړاو کي ۱۷مه شماره لباس اغوندي.
دې ۲۸ کلن لوبغاړي د اتلاتیک ماډریډ لپاره خورا ښې لوبي ترسره کړې، چي په ۱۸۰ لوبو کي ئې ۹۴ ګولونه ولګول.
ګریزماین تر اتلاتیک ماډریډ مخکي د ریال سویداد په لوبډله کي لوبېدی، چي د هغې لوبډلي لپاره ئې بیا په ۱۸۰ لوبو کي ۴۶ ګولوهني ترسره کړي دي.
دې لوبغاړي بیا د خپل ملي ټيم فرانسې لپاره په ۷۲ لوبو کي ۲۹ ګولونه ترسره کړي دي.
په دې سره به د بارسلونا لوبډلي د برید برخه لا قوي سي، ځکه ددې لوبډلي دوه نور قوي لوبغاړي لیونل میسي او لیویز سواریز هم په بریدګره برخه کي لوبیږي.