د جلال اباد د پراختیا پلان له یوې امریکايي کمپنۍ سره شریکیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

راپور: بشر درویش
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د جلال اباد ښاروالي، د ولایت مقام استازو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو په ګډون د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان چوکاټ (SDF) په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار جوړولو معین د یاد پلان جوړېدل او تطبیق د جلال اباد ښاري چارو مدیریت په برخه کې ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې د دغه پلان په تطبیق سره به ډېرې شته ستونزې هوارې شي.
ښاغلي روښان ولسمل په ټینګار سره وویل:

«یاد پلان د جلال اباد ښار راتلونکو شلو کلونو لپاره د پراختیا نفشه ده چې تطبیق سره به یې په ښاري پراختیا، اقتصادي او کرنیزه وده او داسې نورو مهمو برخو کې مثبت بدلونونه منځ ته راشي.»

خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوول ډاکټر عبدالسمیع عبدالرحیمزي د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان په اړه د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.

د خبرپاڼې له مخې؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل څرګنده کړه چې له نننۍ غونډې وروسته د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان د ګډونوالو له نظریاتو سره مل د ساساکي په نوم امریکايي کمپنۍ سره شریک کیږي او تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د هغه وروستی پلان ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره شریک شي.
ویل شوي؛ یاد پلان به د کابینې تر تایید او د جمهوري ریاست عالي مقام تر حکم وروسته عملي شي.
د یادولو ده چې پرون هم دې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې د جلال اباد ښار پراختیا د نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر له لومړیتوبونو څخه دي.
دا چې دا هر څه به عمل کې څومره ثابت شي، وروسته به ولیدل شي.