دوې میاشتې مخکې د استاد شرف الدین عظیمي د مشاورې مرکې ته د یوې مرکې په موخه ورغلې وم او هلته د منځني عمر لرونکې یوې ښځې سره مخ شوم، هغې ښوونځی نه و لوستی، دوې لورګانې او یو زوی یې درلود، ویل یې چې ښوونکی یې ناروغ دی او استاد یې ښځه هم غوښتې وه. د ښځې خاوند د استاد په اصطلاح پارانویا درلوده.
ښځې کیسه کوله چې خاوند یې شک پرې کوي او ورته وايي چې دا بچیان زما نه دي او ته بدلمنې یاست او له پرديو خلکو سره جنسي اړیکې لرئ، د خاوند مشره خور او ورور هم راغلي وو او ویل يې چې د ښځې خاوند یانې ورور یې دروغ وايي او ښځه یې یوه تر ټولو باعزته او پاکلمنه ښځه ده او هېڅ راز بد کار یې په دې څو کلونو کې نه ده ترې لیدلې او یوه ډېره ښه ښځه او مور ده، خو اوس یې د خاوند له لاسه دې ته هم ناروغي پیدا شوې او ژبه کوي او د خاوند له لاسه یې هره شپه وهل خوري او موږ مجبور شو چې استاد ته یې راولو او له نېکه مرغه اوس یې په حالت کې بدلون راغلی او دا یوه اونۍ کېږي، جنګ یې نه دی سره کړی او موږ غواړو چې پوره روغتیا پیدا کړي.
په همدې کې وو چې د ښځې د مشاورې نوبت راغی او زه یې په سودا سر کړم او دا مې له ځان سره وويل چې له استاد سره به یوه ورځ په دې ناروغۍ هم خبرې کوم، دا د ارواپوهنې مرکزونه هم له عجیبو رازونو څخه ډک دي هو د یاران درنو لوستونکو د اروایي ګډوډیو په لړ کې مو دا ځل د یوې نوې، خو معمولي اروایي ګډوډۍ څخه خبروم.
تاسې هم کله شک او بدګماني کړې؟ او د خپلو شکونو له امله مو اړیکې له لاسه ورکړې او یا مو بل څوک لیدلي چې همداسې ځانګړنې ولري؟ که تاسې خپله یا مو د کورنۍ غړی همداسې ځانګړنې لرئ، نو د هېواد له نوموتي ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره زموږ همدا مرکه تر پایه ولولئ.
صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد خدای دې وکړي چې روغ او جوړ اوسئ او دا څو روژې درباندې ښې تېرې شوې وي، په سر کې غواړم چې پارانویا راوپېژنئ؟ موږ خو یې یوازې نوم اورېدلی دا کومه او څنګه ناروغي ده؟
استاد شرف الدین عظیمي: سلام تاسې لوستونکو او د یاران چلوونکو ته هیله ده، روغ او رمټ اوسئ، بدګماني یا پارانویا په انسانانو کې داسې اروایي حالت دى، چې پرته له کوم ښکاره دلیله په هغوی کې وسواسي فکرونه، وهمونه او اضطرابونه مینځته راوړي، مثلاً اخته کس نامنطقي فکرونه کوي، د خپلو همدې فکرونو له امله تل په وېره کې وي، خیالي دښمنۍ لري او د همدې خیالي دښمنیو له امله ځورېږي.
له دې سره سره ځان لوی ویني او ډېر ارزښت ورکوي هغوی د خپلو شکونو له امله هېڅکله هم نشي کولای چې پر خپلو نږدې کسانو باور وکړي، همدا ښایي د دې کسانو اروا ته زیان واړوي او باید ووایم چې دا شکونه بدګمانۍ او وهمونه ریښتینې ریښه نه لري یوازې د یوه ناروغ انګېرنې دي، خپله دی او ور چاپېر خلک ځوروي.
پوپلزۍ: استاد پر دې اړوند د څېړنو پایلې څه وایي؟
استاد عظیمي: ډېری څېړنې ښیي چې پارانویا ډېر ځله ماشومتوب او د نوې ځوانۍ په لومړیو کې پیلېږي او په نارینهوو کې تر مېرمنو ډېره ده، همدارنګه دا ګډوډي د مجردو او روڼ اندو، هغو کسانو چې پېښه کړي وي، ټولنیز، جنسي او د اړیکو محدودیتونه لري او هغو کسانو ترمنځ چې بدې خاطرې او تجربې لري ډېره لیدل کېږي او پيدا کېږي.
پوپلزۍ: استاد که راته ووایئ چې پارانویا کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: هغه کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته دي، تل پر خپلو شاوخوا خلکو باندې شک کوي، تل داسې فکر کوي، چې نور کسان یې د رټلو په موخه پلمې جوړوي او درواغ ورته وایي، تل د نورو کسانو کړنې پلټي او له دې امله ډېرې پوښتنې کوي، تر څو ځان ډاډه کړي چې نور کسان ورسره په چل کې نه دي، ورو ورو یې همدا ضد او تندې پوښتنې کول عادت ګرځي. کله چې واده کوي، نو خپل مقابل لوري تر سختو ځورونو لاندې راولي، له همدې امله یې ګډ ژوند هم زیان ویني.
همدارنگه پر دې ګډوډۍ اخته کسان تل ځان خوري او بې پایه ځور ویني، د نورو پر بښلو کې پاتې راځي او ډېرځله خو همدا نه بښنې او ځور تر فزیکي حملو او شخړو رسېږي چې د بېلابېلو کړکېچونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او ویل کېږي بیا بیرته څو ساعته یا ورځې وروسته له مقابل لوري بښنه غواړي او پښیمانه وي او پارانویا د یوې حملې په ډول پرې راځي و دا شکونه او بدګمانۍ په لومړۍ درجه خلکو کوي، لکه مېرمن، خور، مور، خاوند، زوی او داسې نور.
پوپلزۍ: استاد یو انسان ولې په دې ناروغۍ باندې اخته کېږي؟
استاد عظیمي: دا ګډوډي همدومره چې پېچلې ده، هغومره یې لاملونه هم پېچلي او بېلابېل دي، وراثت او جنټیک یې هغه لومړني لاملونه دي، چې ډېری څېړنو ګوته ورته نیولې هغه کسان چې د مغز د پېژندنې او کنټرول ناحیو ته ځانګړي شوي جینونه یې نانورمال فعالیت لري، نو ښایي همدا جینونه خپلو اولادونو ته هم ولېږې او پر دې ګډوډۍ یې اخته کړي، د بیولوژیکی لاملونو په لړ کې باید د مغز هغو برخو ته اشاره وکړو، چې نانورمال فعالیتونه سرته رسوي، پر پارانویا د اخته کسانو د مغز هغه برخې چې درک، پېژندل او کنټرول مدیریت کوي ناعادي فعالیت لري، یانې د دې برخو فعالیتونه یې د نورو کسانو د مغز د همدې برخو له فعالیتونو سره ښکاره توپیر لري.
اروایي لاملونه یې هم شته، سټرس، د الکولو او نورو مخدره توکو کارول مو پر دې ګډوډۍ اخته کولای شي. سخت اروایي زیانونه، د ماشومتوب منفي هیجانونه، لکه رټنې سپکونې وهل ټکول بې پلاره کېدل او عاطفي خلاوې هم کولای شي د دې ګډوډۍ لامل شي او یا یې په سختولو کې مهمه ونډه واخلي.
پوپلزۍ: استاد آیا مخنیوی یې هم کولای شو؟
استاد عظیمي: د مخنیوي په موخه یې عامهپوهاوی ډېر اړین دی، که خلک پوه شي چې رټل، ځورول، وهل ټکول، شک کول، څارل او بد چلند د دې ګډوډۍ په منځته راوړلو او سختېدو کې مرسته کوي، نو هېڅکله به هم داسې چارې سرته ونه رسوي، نو د مخنیوي په خاطر یې همدومره وایم؛ کومې کورنۍ، میندې و پلرونه چې ارثي دا ناروغي لري، باید کوښښ وکړي چې له ماشومتوبه یې د نښو د شدت مخه ونیسي او له ماشوم سره روغې اړیکې ولري او پر پوره مینه او محبت یې رالوی کړي.
د کورنیو شخړو مخه ونیسي او د ماشوم اړیکې له نورو ماشومانو سره تر ډېرو ښې او ورغوي، هغه کورنۍ چې د غړو پر سلسله کې یې دا ګډوډي نه ده لیدل شوې باید د خپلې کورنۍ پر غړو کې له ماشومتوبه د دې ناروغۍ د منځته راتلو مخه ونیسي، ماشومان ونه رټي، پټکې پرې ونه کړي، له کچې ډېر فشار پرې رانه وړي، ویې نه وهي او سپک یې نه کړي، ځکه دا هر څه پر ځان باور راټیټوي او پر دې ناروغۍ اخته کېدو ته لاره هواروي.
پوپلزۍ: استاد دا خو خورا سخته ګډوډي ده، خو که یې درملنه ونه شي، نو پایلې به یې څه وي؟
استاد عظیمي: د دې ګډوډۍ په پایله کې ښایي اخته کس د خپل وهم د سختۍ او پېچلتیا له امله پر ژورخپګان اخته شي، ځکه ډېرځله له خپلو وهمونو ستړی کېږي او همدا ستړیا یې نورو اروایي ګډوډیو باندې اخته کوي، بل دا چې دا کسان ډېرځله پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي، ښایي له همدې امله بندي شي او خپل ډېر عمر په جېل کې تېر کړي.
همدارنګه دا چې دا کسان د شکونو له امله خلکو څخه واټن نیسي دا یې ښایي اړیکو ته پوره زیان ورسوي او د ګوښهوالي پر لور یې روان کړي دا هم شونې ده چې د ده د ناوړه چلند او بدو کړنو له امله نور کسا له ده څخه واټن ونیسي او دا یې اړیکو ورانېدو ته لار هواره کړي. پر دې ګډوډۍ اخته کسان ښایي دنده، مقام او د کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکړي، ځکه له داسې کسانو سره کار کول، اوسېدل او اړیکې جوړول تر ډېره سخت دي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ چې څنګه یې درملنه وکړو؟
استاد عظیمي: په لومړیو کې باید ووایم چې د داسې کسانو درملنه باید د مسلکي ارواپوه په وسیله وشي، ځکه پرته له دې به د نورو ستونزو شاهدان اوسو او د درملنې پهپار باید دوو ټکو ته اشاره وکړم لومړی دا چې که ګډوډي سخته وي، نو هم ارواپوه او هم معالج ډاکټر باید لاس په کار شي او درملنې ته دوام ورکړي او که یې نښې ډېرې جدي نه وي بیا یوازې ارواپوه کفایت کوي او درمل درملنې ته اړتیا نشته.
د درملنې پر مهال باید پر شکونو بحث وشي، چې څرګنده شي چې شکونه یې ناسم دي فکري تمرینونه باید ورکړل شي، چې یې فکر له وهم او بدیو په بله شي، همدارنګه پر نورو اروایي ګډوډیو ټولنیزو اړیکو او کورنۍ یې هم باید کار وشي، چې یې اروایي ګډوډۍ حل اړیکې یې روغي او د کورنۍ چلند یې سم او نورمال شي او ورسره دا ګډوډي هم له منځه ولاړه شي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د پارنویا په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سولهییز افغانستان په هیله، خدای مو مل شه.