د ورځنيو کارونو له مخې په زړه پورې شخصيت پېژندنه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عمران لمر
د لاس ورکولو، سترګو او لاسليک په څېر هر يو کار ستاسې د شخصيت څرګندوی دی؛ تاسې کولای شئ د مقابل لوري شخصيت د هغه کړنو ته په پام سره وپېژنئ.
موږ ټول پوهېږو چې د نورو په وړاندې قضاوت کول بايد د هغه د ظاهر له مخې ونه کړو؛ مګر رښتيا يو څه بدل دي.
له هماغه وخته چې موږ له يو چا سره بلدېږو؛ هغه کس له څو اړخونو زمونږ اړوند قضاوت کوي.
البته دا قضيه يواځې د نورو په هکله نه ده؛ موږ هم چې کله له چا سره نوي بلدېږو، د هغوی په هکله همداسې قضاوتونه کوو.
دا سمه ده چې تاسې د نورو خلکو په پېژندلو کې ځينې مثبتې ځانګړنې لکه: رښتينولي، مهرباني، هوښيارتيا او نورې په نظر کې نيسئ؛ مګر لاندې موارد هم بې اغېزې نه دي.
د لاسليک له مخې شخصيت پېژندنه
د بريتانيا د يو ملي شرکت له لوري تر سره شوې څېړنې ښيي چې د لاسليک اندازه او طرز هم د شخصيت څرګندونه کولای شي.
د دې څېړنې له مخې خجالته، باريک بينه او درس ويونکي خلک تر ډېره کوچني لاسليکونه لري.
بله خوا بيا ټولنيز خلک خوښوي چې په غټ لاسليک سره د نورو پاملرنه راجلب کړي.
له دې پرته جدي خلک بيا د لاسليک پر وخت په خپل قلم ډېر فشار راوړي او حساس خلک بيا په قلم کم فشار راوړي.
د خوښې رنګ له مخې شخصيت پېژندنه
په ارواپوهنه کې رنګونه له ډېر ارزښته برخمن دي؛ په همدې اساس په سايکالوجي ټوډی مجله کې چاپ شوې مقاله وايي چې د کاليو د خوښې رنګ ستاسې د شخصيت څرګندونه کولای شي.
هغه خلک چې تر ډېره تياره رنګه کالي اغوندي؛ حساس او هنرمند دي او وړو وړو ټکو ته هم ډېره پاملرنه کوي.
هعه خلک چې تر ډېره سور بخني کالي خوښوي؛ د ډېرې انرژۍ لرونکي وي او په ژوند کې ډېره هڅه کوي.
زرغون لباس اغوستونکي مهربانه او وفاداره وي او سپين لباس د نظم او منطقي اوسېدلو نښه ده.
دا مقاله همدا راز وايي؛ هغه خلک چې هر وخت آبي رنګه جامې اغوندي حساس او د يودريځ خاوندان وي او خپل شاوخوا خلکو ته هم له نورو ډېره پاملرنه کوي.
د نوکانو خوړلو له مخې شخصيت پېژندنه
ځينې عصبي تکراري کارونه هم د شخصيت په هکله معلومات ورکولی شي.
که کومه داسې پېښه وشي چې تاسې فکر کولو ته اړ کړي؛ نو ستاسې بدن به څه ډول ځواب ورکړي؟
آيا د سر او يا لاسونو وېښتان وباسئ او يا خپل نوکان خورئ؟ ځینې خلک په ځان نوکارې لګوي، آيا تاسې له دې ډلې يئ؟
دا حالتونه د ناهيلۍ، عجله کولو، ستړيا او يا خفګان په مانا دي.
هغه خلک چې هر وخت نوکان ژووي؛ تر ډېره کمال کوونکي، اندېښمن او عصبي وي.
له سترګو شخصيت پېژندنه
سترګې د روح ښيښه ده، سترګې کولای شي ستاسې د شخصيت په هکله نورو ته کتابونه خبرې وکړي.
د فکر طرز، دروني احساسات، د وفادارۍ اندازه او همدارنګه کاري خيانت کولای شئ د سترګو له مخې ولولئ.
څېړنې ښايي چې د آبي سترګو لرونکي کم سازش منونکي وي او په الکولي څښاکونو د روږدتيا احتمال يې هم وي.
همدارنګه که له يو چا سره سترګې په سترګې شوئ او هغه طرف ونشو کولای چې دا اړيکه د اوږدې مودې لپاره وساتي؛ په دې مانا ده چې دا کس د ځان ساتنې او کمزورې ارادې درلودونکی دی.
وخت پېژندونکي
دا چې ژر او يا ناوخته ټاکل شوي ځای ته راځئ؛ ډېر ارزښت لري. دواړه حالتونه مقابل لوري ته ستاسې د شخصيت اړوند مثبت او منفي معلومات په لاس ورکوي؛ البته د دواړو حالاتو اټکل کوم سخت کار نه دی: که ژر ټاکل شوي ځای ته راشئ؛ نو دا په دې مانا ده چې د نورو وخت ته هم ارزښت ورکوئ او له دې پرته به له ځانه منفي تاثير پرېږدئ.
د لاس ورکولو د طريقې له مخې شخصيت پېژندنه
د ارواپوهنې له مخې هغه خلک چې کلک لاس ورکوي؛ په ځان باور لري او د يو دريځ لرونکي شخصيت خاوند وي. دا ډول خلک څرګند شخصيت لري او خوښېږي يې چې له نورو سره د خپلو احساساتو اړوند وغږېږي؛ البته بايد وويل شي چې دا ډول خلک چندان آرام او کلک شخصيت لرونکي نه وي.
بله خوا هغه خلک چې مړاوی لاس ورکوي؛ په ځان د باور نه شتون نه ځورېږي او له ننګونو هرکلی نه شي کولای.
لاس ورکول نورې خبرې هم لري؛ هغه خلک چې د ستړي مشي پر وخت لاس ستاسو خواته در غځوي، ټولنيزه روحيه لري او هغه خلک چې غير صميمي وي د لاس له غځولو ډډه کوي.
په پای کې د دې معيارونو په اساس ځانونه وارزوئ او وګورئ چې له ځانه څه ډول انځور پرېږدئ.