د برنا د راپور پر بنسټ، طبیعي تروه انار، وچ وي خو خواږه انار ساړه او معتدله وي او دغه مېوه د ويټامين A, C, B او اسید فلويک یوه غوره سرچینه ده.
د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، په انار کې د انټي اکسیډنټ ځانګړنه د شين چای په پرتله درې برابره ده او د انار اوبه په وينه کې د پلاکټ د را ټولېدلو مخنیوی کوي، له انار څخه ګټه اخیستنه د وينې په تصفیې او د مېکروبونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
همدارنګه دغه مېوه د بدن غوړ اسیدونه له منځه وړي له همدې امله د خیټې د شاوخوا غوړيو په اوبه کولو کې ډېره ونډه لري.
د دغې مېوې خوړل هغو کسانو ته چې بدن یی خارښت کوي او تود بدن لري، توصیه کېږي. همدارنګه د انار اوبه د چاغوالي ځانګړنه لري نو ځکه باید ډنګر کسان د ورځې په اوږدو کې له انار څخه ګټه واخلي.
د اومېندوارۍ پر مهال له انار څخه ګټه اخیستنه د ماشوم د ښکلا لامل کېږي او د اومېندوارۍ پر مهال د انار اوبه څښل د اومېندوارۍ پر مهال له تهوع او کانګو څخه مخنیوی کوي. د اومېندوارۍ پر مهال د انار اوبو څخه ګټه اخیستنه د جنین ماغزو ته د زیان اوښتلو مخنیوی کوي.
انجلیکا (د ګازرو د کورنۍ یو سابه) له انار سره ګډ خوړل، د خېټې د درد مخنیوی کوي او بل خوا د ښه جذب لامل کېږي.
د انار اوبه د کلاژن او تلاستین غوره سرچينه ده نو له همدې امله د انار اوبو څخه ګټه اخیستنه د پوستکي هر ډول چاودې له منځه وړي او پوستکی ځوان او تازه ساتي.
خو هېر مو نه شي چې باید د معدې ټپ لرونکي ناروغان د تروه انار له خوړلو څخه ډډه وکړي ځکه له دغې مېوې څخه ګټه اخیستنه د معدې د ټپ د پراخېدو لامل کېږي.
همدارنګه سوړ مزاج لرونکو خلکو ته د خواږه انار خوړل توصیه کېږي او دغه خلک باید د انار له خوړلو څخه وروسته په لږه کچه قند او زنجبیل وخوري.
له انار او د انار اوبو څخه له حده زیاته ګټه اخیستنه د یبوسېټ لامل کېږي نو له همدې امله د انار له زړو سره د انار خوړل د اسهال ناروغانو لپاره ګټه لري. همدارنګه له تروه انار څخه ډېره ګټه اخیستنه د نارینه هورمون د کموالي لامل کېږي.