د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې کړي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۲مه  اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې په یو پوست کې لیکلي، “موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې اترې پیل کړي، او زه به د اوکراین له ولسمشر زیلیسکي سره اړیکه ونیسم څو هغه د دې خبرو له جریان څخه خبر کړم، دا هغه کار دی چې زه یې همدا اوس ترسره کوم.”

کرملین ویلي، پوتین او ټرمپ نږدې یو نیم ساعت د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو موافقه کړې چې سره وویني.

د کرملین د اعلامیې له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې د ورځې په تلیفوني خبرو کې ټرمپ ته ویلي، د “سوله‌ییزو مذاکراتو” له لارې د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي.

د کرملین په وینا، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د اوږدمهاله هوکړې لپاره سوله‌ییز مذاکرات ترسره شي.