امریکا: د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې خبرې اترې ښې روانې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له روسیې سره د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو خبرې ښې روانې دي.

هغه دا خبره، خبریالانو ته پرون ماښام کړې او ویلي دي، “موږ له اوکرایین او روسیې سره په خبرو اترو لیګا یو، او فکر کوم چې دا بحثونه ښه پر مخ روان دي”.

بل پلو، د اوکرایین او روسیې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت کلوګ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ” دواړه خواو يې (اوکرایین او روسیې) باید د مرګ او ویجاړۍ د پای رسولو لپاره له یو بل سره جوړجاړی وکړي”.

کلوګ وړاندې ویلي، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلسنکي ورسره “منلې چې د اوکرایین د خاورې په اړه به خپل دریځ نرم کړي”.

کلوګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه هم غوښتي چې اوکرایین ته، د خاورې د ورکړې په اړه خپل دریځ نرم کړي.

د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته، روسیې د اوکرایین څلور لوی او مهم ښارونه ونیول چې اوس د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

د اوکرایین ولسمشر مخکې ویلي و، خپله خاوره روسیې ته د سولې په بدل کې نه ورکوي.