د سټرلينګ وروستۍ شپږ لوبې او څلور سليزي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبريال: مدثر دعوت

ايرلينډي الروانډر پاول سټرلينګ په خپلو وروستيو يو ورځنيو لوبو کې تر بل هر وخت ډېر ښه روان دی.

ځيني لوبغاړي په يوه سليزه هم مشهوره کېږي او رسنۍ يې هر اړخيز خبرونه راخلي خو ځيني لوبغاړي هرکله خپله وړتيا ثابتوي خو بياهم ډېر نه تشويقېږي.

سټرلينګ د ډګر ساتني، توپوهني او توپ اچووني له اړخه د ايرلينډ پر کريکټ لوبډلې ځانګړی تاثر لري خو ددې لوبډلي کمزوروالي د سټرلينګ ځلېدل هم بې شوره کړيدي.

سټرلينګ په تېرو ۶ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ۴ سليزي وهلي چې يوه يې تېر کال اګسټ کې د انګلستان په وړاندي دويمه يې سږکال جنوري پر اتمه د عربي اماراتو په وړاندي او پاتي دوې پرلپسې سليزي یې د افغانستان په وړاندي لوبو لړۍ کې ووهلې چې په يوه لوبه کې يې ۱۲۸ او بله لوبه کې يې ۱۱۸ منډي وکړې خو بیايې هم سيريز ۳–۰ بايلوی او لوبډله يې وايټ واش سوه.

۳۰ کلن سټرلينګ ۱۲۵ نړيوالي يو ورځنۍ لوبې کړي چې ۴۶۹۷ منډو کې ۱۲ سليزي او ۲۴ نيمه سليزي لري ،همدارنګه ۴۳ ويکټي یې تر لاسه کړي چې تر ټولو ښه توپ اچوونه يې د ۵۵ منډو په ورکولو سره ۶ ويکټي دي.

نوموړی د يو ورځنيو الراونډرانو په درجه بندۍ کې شلم ځای لري.

سټرلينګ د نورو تجارتي لوبډلو تر څنک په شپږيزه لېګ کې د بست ساتونکو سره هم یوځای سویدی.