پر نېکمرغۍ د پیسو اغېز

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

نېکمرغي داسې یو شی دی چې په راتلو یې انسان ژر نه خبرېږي، د پښو غږ یې نه اورېدل کېږ ي، خو په بېرته تلو يې، د نشتون درد يې د سړي د هډوکو ماغزو ته پرېوځي. داسې یو حس دی چې له ځان پرته يې بل څوک راکولی هم نه شي، مانا ژوند ته زموږ په لیدلوري پورې اړه لري. د خوښي او ژوند د نېکمرغیو لپاره باید ډېر شیان سره یو شي، یا هم ناڅاپه یو څه وشي چې د ژوند تګلوری مو رابدل کړي او د نېکمرغیو خوا ته مو ورولي. په یوه مهربانه او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدل چې پخپله هم با استعداده وئ، نو دا هم لویه نېکمرغي ده. بې جنجاله او له مثبتو احساساتو، مینې او باوره ډک ژوند نېکمرغي ده. دا ډول نېکمرغي د نړۍ له هېڅ شي سره د بدلېدو وړ نه ده، خو ځينې وخت همدا ژوند موږ ته ځينې شیان دومره ارزښتمن کړي چې په نه‌شتون کې يې شته شیان راته بې ارزښته او چې نه شته، لویه تشه يې حس کېږي. له دې ډلې یو هم شتمني او پیسه ده.
په پیسو ډېر کارونه کېدی شي، خو هېڅکله مینه نه شو پرې اخیستلی. اصلاً خو مینه او پیسې له یوه جنسه نه دي چې سره معامله یې کړو. په پیسو دومره کولی شو چې هغه کسان چې راباندې ګران دي، خوشحاله یې کړو یا ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د ژوند یوه مالي ستونزه يې ور حل کړو. هماغسې چې فقر څوک بدبخته کولی نه شي، پیسه هم نېکمرغي نه شي راوړلی، خو که نېکمرغه يې او شتمن هم شې، نو ژوند دې بل رنګ اخلي. اړینه دا ده چې موږ ژوند ته له کومې زاویې ګورو، ایا خوښي به په پيسو پورې تړو، که د فقر کاسه به د فقر پر سر ورماتوو، باید خپله دا ټاکنه ولرو.
د نېکمرغۍ پر شپېتو توکو د پیسو ورزیاتول
ارواپوهانو ثابته کړې چې د نېکمرغۍ لپاره شپېته لامله دي:
ملګرتیا، د درناوي حس، پر نفس باور، د نورو خدمت، مناسب ټولنیز دریځ، د خوښې وړ خاوند/ مېرمن او نور، خو پيسه تر څورلسم دریځه وړاندې کېدی نه شي. ارواپوهان وايي چې ناکامي او فقر سړی پر ژورخپګان او ناهیلۍ اخته کولی شي، خو شتمني يې سل په سلو کې خوشحالولی هم نه شي. یوې نوې څېړنې ښودلې ده چې پیسې د ژورخپګان درمل کېدی شي، خو چې تل دا کار کولی شي که نه، ضمانت یې نه شته.
هره خوښي یوه بیه لري
نېکمرغي هېڅ چېرته نه پلورل کېږي، نو خپله باید هڅه وکړو چې تولید یې کړو. که تر اوسه مو دا فکر کاوه چې پیسه مو نېکمرغه کولی شي، تېروتي یاست. دانیال کانمان د پرینستون پوهنتون ارواپوه استاد وايي چې زما د څېړنو پایلو په ډاګه کړه چې پیسې مینه نه شي درته اخیستلی، خو که شتمن نه یې مینه دې خوشحالي درکولی شي.
نېکمرغي زموږ په سر کې ده
یو وخت مو داسې فکر کاوه چې که په کور کې پلانی او پلانی شی ولرو، نو خوشاله یو، اوس مو کور ټول له همغو څيزونو ډک دی، خو لا هم زړه تنګي شوي یو.
ژوند کول او ژوند ته د خوښۍ رواستل زموږ په لیدلوري پورې اړه لري. شته داسې کسان چې شتمن دي، خو ډوډۍ د وینو په کاسه کې خوري. داسې کسان هم شته چې وچه ډوډۍ او اوبه خوري، خو سره خوشحاله دي. د ژوند اصل مینه ده.
راځئ! نېکمرغي تمرین کړو
که خوښي یوازې په پيسو ګڼئ، نو پیل يې کړئ او د لاسته‌راوړلو لارې يې ومومئ. انسان هغه شیان تر لاسه کولی شي چې ورپسې وي. یوازې په غوښتلو څه لاسته نه راځي.
نېکمرغه کورنۍ ځينې ځانګړنې لري، خوش اخلاقي، ښه خوی او سم چلن، مانا که د کورنۍ غړي په ناوړه شرایطو کې غوسه هم شي، نزاکت سره وساتي. همکاري، مرسته، یو د بل منل هم د نېکمرغه کورنیو د پایښت لاملونه دي. په جګړو او شخړو کې به یو بل ته درناوی نه زیانمنوو. نېکمرغه کورنۍ تل سره یو ځای او په مېلمستیاوو کې یوازې نه راڅرګندېږي. دوی یو د بل اروايي او جسمي روغتیا ته پام کوي. په ستونزو کې یو د بل ملتیا کوي. یو له بله څه نه پټوي. زور، واکمني او قدرت غوښتنه يې په کور کې نه چلېږي. په داسې کورنیو کې مېړه او ښځه یو د بل لپآره ژوند کوي، یانې لومړی ځان بیا نور، داسې حال کې چې د اولاد، د خلکو خبرو، وېرې او نورو شیانو لپاره ژوند کول د ژوند د پایښت سبب نه کېږي.
نېکمرغه انسان هغه دی چې سهار راپاڅېږي، موسک شي او چې ویده کېږي په موسکا سر پر بالښت کېږدي.
انسانان هغو هیلو ته رسېږي چې تل يې په اړه فکر او کار ورته کوي.