لیکنه: مصطفی سالک
د جګړې تر کلونو مخکې افغانستان د نګه پښتو موسیقۍ څلور مشهور سبکونه لرل چې د لوی ننګرهار، لوګر، لویې پکتیا اولوی کندهار سبکونه وو، سره له دې چې ددې سبکونو الې شریکې وې، خو ځینې الې ددغو سبکونو پورې ځانګړې وې د کندهار سبک چمبه او بینجو (جاپانۍ) درلوده پکتیا ډول درلود نورو سبکونو هم ځانګړې الې لرلې خو که شریکي الې یې هم لرلې سندرو او د الو غږولو طرز یې توپیر درلود. د ننګرهار موسیقي چسته وه چې چاربیتې او سروکي یې له ورایه پیژندل کیدل، د لوګر موسیقۍ د نڅا لپاره مست طرزونه او راګونه لرل د لویې پکتیا سبک د اتڼ او غرنیو سندرو لپاره و، په لوی کندهار کې بیا غزلې ویل کیدی.
چې د افغانستان د هرې سندرې ساز به پیل شو اوریدونکی پوهیده چې دا د افغانستان موسیقي ده او سبک یې هم معلومیده، خو نن سبا نه د ننګرهار چاربیتې او داستانونه شته، نه د لوګر مستوونکي سازونه نه د پکتیا غرنۍ سندرې او نه هم د کندهار غزل. د افغانستان د موسیقۍ د کم رنګه کیدو او ورکیدو لوی لاملونه دوه دي.
لومړی لامل یې د غربي موسیقۍ د الو دودیدل دي چې په هوټلونو او ودونو کې غږول کیږي. ډیری خلک له دغه موسیقۍ سر ټکوي او وايي چې دا موسیقي نه ده بلکې یو ستړی کونکی شور دی خو بیا هم په خپلو ښادیو کې د شرقي او اصیلي افغانۍ موسیقۍ پر ځای د غربي الو غږونکې ډلې راولي، دې کار اصیله پښتو موسیقي د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د موسیقۍ یو شمیر استادان وايي چې د اصیلي افغاني موسیقۍ الې هم له نورو ځایونو راغلي خو پښتو موسیقۍ ته تابع شوې دي نو وايي حل لاره داده چې افغاني الې وغږول شي، او یو شمیر غربي الې دې هم ورسره یو ځای کړل شي خو په دې شرط چې غربي الې د افغاني الو تر اغیز لاندې وي. یو شمیر سندغاړو دا کار کړی خو په لویه کې ورته پام نه دی شوې.
د نګه پښتو موسیقۍ و ورکیدو دویم لوی لامل دادی چې په افغانستان کې د موسیقۍ د ثبت په سټوډیو ګانو پانګونه نه ده شوې د افغانستان ډیری سندرغاړي پیښور ته ځي او د پیښور له معاصرې موسیقۍ سره سندرې ثبتوي چې د هرې سندرې د پیل ساز پیل شي انسان پوهیږي چې د پیښور موسیقي ده خو چې سندره پیل شي بیا سړی پوهیږي چې سندرغاړی افغان دی او که پیښوری.
که په افغانستان کې د ثبت په سټوډیوګانو پانګونه ونه شي او د بیلو سبکو سازیان په کې سازونه ونه غږوي نو د افغانستان د نګه پښتو موسیقۍ ۴ مشهور سبکونه به ورک شي او دا به ددغه هیواد لپاره نه جبرانیدونکې کلتوري ضایعه وي.