راځئ د پښتو ویلو فرهنګ عام کړو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د مریم صدیقي لیکنه
یوه ورځ په موټر کې ناسته وم په دې وخت کې مې د کلینر خبرې په ذهن کې پوښتنه راپيدا کړه،چې یوه کلمه دري هم نه وه زده خو دومره یې ویلای شو: (شارمیری) په ډېر زحمت یې یوه دوه کلمې دری ویلې.
ماته دا پوښتنه راپیدا شوه چې ولې پښتو نه وايي؟
په داسې حال کې چې باور لرم زمونږ د اوسېدو ځای کې به د نورو قومونو په پرتله پښتانه اکثریت وي ، خو دا فرهنګ مونږ خپله عام کړی چې که لوحه لیکو، چا سره خبرې کوو، پوښتنه کوو، لیکل کوو، شمېره اخلو، د واده کارت لیکو …نو اکثره په کې پښتو نه لیکو…
زما موخه دا نه ده چې له نورو ژبو سره تعصب وکړو،خو ولې پښتانه داسې کوي؟ ولې تل په خپله ژبه خبرې نه کوي؟ چې لږ پيسه دار شي نو ولې ژبه پرېږدي؟
جالبه خو لا دا ده چې یوازې پښتانه دا کار کوي او دا ادعا هم لري چې په خپله ژبه کلک ولاړ يوو.
په داسې حال کې، چې مونږ د پښتو ژبې اولیکوال یو کتاب نه اخلو نو څنګه به زمونږ لیکوال نورو لیکنو ته زړه ښه کړي . ګڼ پښتانه ډیر کله خپلو کې هم له اړتیا پرته په بله ژبه خبرې کوي.
که له هرې ژبې سره په داسې بې پروایۍ چلند وشي بیخي ورکیدای شي، دا د یوې ژبې او بیا خپلې ژبې په حق کې ظلم دی، ژبه په لوی لاس د ورکاوي کندې ته غورځول دي.
موخه مې دا ده چې هر څوک پر خپلې مورنۍ ژبې د خبرو کولو حق لري، او موږ باید په لوی لاس دا حق له لاسه ورنه کړو. راځئ خپله ژپه خپل فرهنګ خپله عام کړو.
دا په دې مانا چې څومره چې موږ په خپلو ملګرو کې، همزولو کې، دندو کې پښتو ووایو، نو پښتو ژبه او وییونه به هغومره عام شي او نورو سره به مو په زده کړه کې مرسته کړې وي .
یو لامل چې زمونږ د هېواد د نورو ورونو قومونو وګړي پښتو نه وايي یا یې نه شي ویلی دا دی چې مونږ خپله ورسره پښتو خبرې نه دي کړي. خو که مونږ پر خپله ژبه باندې خبرې کولې نو دې ته به اړ شوي و چې یوه دوه کلمې یې مونږ څخه زده کړه کړې وی. دا د نړۍ په هیڅ قانون کې جرم نه دی چې څوک دې په خپله ژبه خبرې وکړې، خو هغوی چې بې ضرورته په خپله ژبه خبرې نه کوې، که مجرم یې ونه بولو نو دا په ډاډ ویلی شو چې د خپلې ژبې په وړاندې یې اخلاقي مسولیت نه دی ادا کړی.