په اوړي کې د پښو بوى داسې له منځه يوسئ

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: شپنه سلګۍ

په اوړي کې د پښو ناوړه بوی چې د ځینو روغتیايي او عادي لاملونو له امله پیدا کېږي، خپله کس او شاوخوا نور کسان له ستونزو سره مخ کوي.
د ګرمۍ په موسم کې دغه ستونزه په پښو کې د خولې د زیاتوالي له امله زیاتېږي. په هره اندازه چې پښه ډېره خوله وکړي په هماغه اندازه د پښو ناوړه بوی زیاتېږي.
که چېرې له دغې ستونزې سره مخ یاست، نو د ګران بیه سپرۍ پر ځای اسانه او وړیا لارې چې کولی شي د ګرمۍ په موسم کې د پښو د ناوړه بوی مخه ونیسي و ازمويئ.
دلته مو د پښو ناوړه بوی له منځه وړونکو څو اسانو لارو سره اشنا کوو:

ځان وینځل

د ځان وینځلو پر مهال د پښو نه وینځل یا د پښو د ګوتو منځ په صابون په ښه او بشپړه توګه نه وینځل هم د پښو د ناوړه بوی لامل ګرځي، چې هلته د باکتریا د ټولېدو په پایله کې له پښو څخه خارجېږي. د پښو ناوړه بوی له منځه وړلو لپاره د ځان وینځل پر مهال د پښو او په ځانګړی ډول د ګوتو منځ وینځلو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.

پښې وچې وساتئ

د پښو وچوالی ډېره زیاته مهمه ده، په ځانګړي ډول له وینځلو وروسته پښې په طبیعي ډول وچولو پر ځای له توليې «جان پاک» سره يي ښه وچ کړئ، له دې سربېره د خپلو پښو پر ګوتو ټالکم (Talcum) لرونکی پوډر واچوئ چې په مرسته يي د تازه‌ګۍ احساس به وکړئ او د دغه ډول پوډر باکتریا وژونکې ځانګړنه د باکتریا د زیاتوالي مخه هم نیسي.

پښو او بوټانو ته د تازه هوا فرصت ورکړئ

د ګرمۍ په موسم کې داسې بوټان او څپلۍ انتخاب کړئ چې د هوا د تېرېدو وړتیا ولري، ځکه چې په دې ډول ستاسې پښې د ساه اخیستلو فرصت ترلاسه کوي او د باکتریا د زیاتوالی مخه نیول کېږي. له دې سربېره که چېرې بیا هم بند بوټان استعمالوئ، نو د ورځې په پای کې يې تازه هوا ته کېږدئ، چې د ناوړه بوی پیدا کولو امکان يې له منځه ولاړ شي.

جرابې هره ورځ بدلې کړئ

هره ورځ نوې جرابې استعمالول د پښو ناوړه بوی له منځه وړلو کې مرسته کولای شي. په جرابو کې د پښو خوله جذبېږي او د پښو د ناوړه بوی لامل ګرځي.

مالګې کې د پښو دننه کول

کور کې جوړېدونکی محلول کې خپلې پښې دننه کړئ. یو سطل له اوبو ډک کړئ، د اوبو تقریباً هر یو لیتر کې دوه کاچوغې میده مالګه واچوئ. خپلې پښې دغو اوبو کې دننه کړئ او ۱۰-۱۵ دقېقو پورې يې پرېږدئ. دغه اسانه طریقه د پښو بوی له منځه وړلو لپاره یوه ډېره اغېزمنه لاره ده.