د پروین درانۍ او پولیسو جنجال؛ هغه که منتقدین یې ملامت دي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په ولسي جرګه کې د کوچیانو حوزې یوه استازې پروین درانۍ له پرون راهیسې د تودو بحثونو؛ په خاص ډول د ټولنیزو رسنیو له سرټکو څخه ده.
په زرګونه مشهورو او عامو خلکو د هغې هغه عکسونه خپاره کړي او غندلي، چې د یوه پولیس سرتېري د توهینولو په حال کې یې ښيي.
اصله کیسه څه ده؟
د پروین درانۍ موټر د کابل په عامې روغتیا څلورلاري ( اوسني احمد شاه مسعود څلورلاري) کې د پولیسو لخوا درول کیږي.
پولیس له نوموړې د ذرې موټر اسناد غواړي، چې د درانۍ په وینا له دې سره نه وي او په همدې یې ترمنځ ناندرۍ پيلیږي.
د پولیسو نظر د دغې ناندرۍ په اړه نه دی څرګند، خو څه چې رسنیز شوي دا دي، چې مېرمن درانۍ یوه پولیس ته په خپره شوې ویډیو کې توهینونکې خبرې کړي او د څپیړې ګوزار یې پرې کړی.
غبرګونونه څه دي؟
د زرګونه عامو افغانانو ترڅنګ لوړپوړو سیاستوالو مېرمن درانۍ له پولیسو سره د بد چلند له کبله په توندو ټکیو غندلې ده.

د کورنیو چارو مخکینی وزیر امرالله صالح، چې د ولشمشرغني د راتلونکي ټاکنیز ټکټ لومړی مرستیال دی، ویلي: هغه پولیس، چې درانۍ پرې ګوزار کړی، باید د قانون د تطبیق لپاره پر نوموړې ډزې کړې وای.
د ملي امنیت پخواني ریس او ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل د درانۍ د چلند غندلو ترڅنګ هغه تورنه کړې، چې یو ځل یې دوبۍ ته د رسمي سفر پروخت له یوې مغازې څخه د عکاسۍ کامره پټه کړې وه، چې لاس په لاس نیول شوې وه.
د نبیل د ادعا له مخې درانۍ د مېلمه پالې ډلې په منځګړتوب را خوشې شوې وه.
د ملي امنیت پخواني ریس له نورو جزیاتو پرته ویلي، چې درانۍ له ملي امنیت سره نورې دوسیې هم لري، چې اوس یې د پارلماني مصونیت له مخې څوک نه برسېره کوي.
نورو ګڼو عامو خلکو مېرمن درانۍ غندلې او ویلي، هغې د قانون جوړونکې مرجع د غړې او بیا یوې ښځې په توګه هم قانون نقض کړی او هم یې د تشدد ترڅنګ د هېواد له امنیت ساتونکي ځواک سره له سپکاوي ډک چلند کړی.
یوه ډله خلکو د مېرمن درانۍ ملاتړ هم کړی. دوی وایي نه باید وار د مخه منفي قضاوتونه وشي.
د دوی په باور د داسې قضاوتونو پرځای باید د قضیې پرسپیناوي ټینګار وشي، څو سپین و تور معلوم کړي.

د مېرمن درانۍ دفاعیه
مېرمن درانۍ د یوه ویډیویي پيغام په خپرولو سره د مسعود څلورلاري پولیس تورن کړي، چې څو ورځې مخکې یې هم دا درې ساعته د ذرې موټر د اسنادو د نه لرلو په پلمه درولې او له سپکاوي ډک چلند ورسره کړی.
درانۍ دا هم وایي، چې پولیسو کې هر ډول خلک شته او دا ګومان کوي، چې د یوې وار د مخه پلان شوې دسیسې قرباني شوې ده.
هغه تور پورې کوي، چې یاد شوي پولیس ورته د سپکو خبرو ترڅنګ ګوزارونه ورباندې کړي.
پروین درانۍ د ځان سپینولو په بڼه وایي، چې په ولسي جرګه کې د دوه دورې وکالت باوجود تراوسه یوازې له یوه موټر چلوونکي سره ګرځیده او نه یې کوم ساتونکی او نه کومه وسله یا چاقو په موټر کې و.
د ولسي جرګې دغه غړې ټینګار کوي، چې نه غاصبه، نه زورواکې او نه کومه جاسوسه ده او د دوه دورې وکالت پر وخت یې ان کومه لفظي ناندرۍ چا سره نه ده راغلې.
هغه امرالله صالح ته په خطاب کې وایي، چې ته لا د ولسمشر معاون شوی نه یې، چې د ښځو د ویشتلو غوښتنه کوې.
دا له نوموړي پوښتې، چې که د دې په ادعا داسې له سپکاوي ډک چلند یې له مېرمنې، مور یا خور سره وشي، وبه یې زغمي؟
پروین درانۍ تاییدوي، چې ذرې موټر یې ۳ میاشتې مخکې اخیستی او تراوسه یې اسناد نه لري.
هغه پر پولیس وار ګوزار هم مني، خو ادعا لري چې دا ګوزار یې پر دې د شوي ګوزار په غبرګون کې کړی.
د ولسي جرګې دا غړې د شکر له ناروغۍ شکایت کوي او وایي د ناروغۍ او پر عام سړک د پولیسو له لورې د ۳ ساعته درولو له کبله عصبي شوې او ناندرۍ ته یې خبره رسیدلې.
نوموړې له ولسمشر، لوی څارنوال، سترې محکمې او مېرمنو غواړي، چې د حیثیت د اعادې لپاره یې مرسته وکړي او له کومې لاسوهنې پرته د سیمې امنیتي کامرو نه د ناندرۍ ویډیويي اسناد وڅېړي.
د حکومت اقدام او د سیاسي چلند ادعا
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ویلي، چې دغه وزارت له پولیسو سره د توهینونکي چلند له کبله د پروین درانۍ د نیولو امر کړی.
په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، چې هغه نیول شوې کنه؟
د مېرمن دراني منتقدینو د هغې ترڅنګ د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال پرټاکنیز ټیم هم نیوکې کړي او ویلي، چې د پروین درانۍ په شان قانون ماتونکي مخکښان پکې را ټول دي.
د درانۍ پلویانو بیا ویلي، چې حکومت د نوموړې په بدنامولو پسې اخیستې او په دې ډول غواړي سیاسي چلند وکړي.
درانۍ څوک ده؟
پروین درانۍ شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري او د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې زیږیدلې ده.
هغه د ولسي جرګې په پینځلسم او شپاړسمه دوره کې د کوچیانو د حوزې له استازو څخه وه، خو د تېرو پارلماني ټاکنو په لومړني نوملړ کې د دې حوزې په بریالي شویو نوماندانو کې ځای نه لري.
درانۍ په ۱۳۶۸ کې د ریشخورو له لېسې فارغه شوې او په ۱۳۷۰ کې یې د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین لوستی.
وروسته یې د پيام نور په نوم له یوه خصوصي پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې لسانس هم اخیستی.
هغې په ایران کې له افغان سفارت سره هم دنده ترسره او ترڅنګ یې د افغانستان د اوسني اساسي قانون د جوړیدو پروخت په ایران کې افغان کډوالو ته د دغه قانون په تړاو د عامه پوهاوي له برخې سره کار کړی.