له فرانسې سره یو ځای د کډوالو پر تګ راتګ مخنیوی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: مهر تاج

انګلستان د اروپایي اتحاديي د وتلو وروسته اوسمهال خپلو سمندرې پولو باندې پهره کلکه کړې ده.
لویي برتانیا ته ګډوال د فرانسې له لارې ور اوړي او دامجبوره کډوال له هر ډول امکاناتو څخه په ګټه اخستو سره له سمندري لارې هم برتانیا ته دننه کېږي.
د برتانیا او فرانسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازو تېره اونۍ سره لیدلي او په دې هکله یوې موافقې ته هم سره رسېدلي دي.
دا سمندریزه پوله باید په دې مقصد وتړل شي، چې کډوال په دغه لار برتانیا ته دننه نشي، چې دواړه حکومتونه په دې وتوانېږي چې په سمندر کې د ورپېښو شویو پیښو مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې تجربو ښودلې ده چې تل کډوال په سمندر کې له بدو پېښو سره مخ شوي دي.
تر اوسه د څلورو زرو ۴۰۰۰ نه ډېرو کډوالو، چې د اسیایي او افریقایي هېوادونو وګړي وو، له سمندري لارې له فرانسې څخه لویې برتانیا ته د تګ هڅې کړې دي، چې له دې جملې ٧٠٠ کسان تېره اونۍ برتانیا ته رسېدلي دي.
دا ټول کډوال د وړو او د کاره لویدلي زړو کښتیو په واسطه برتانیا ته اوښتي دي، چې دا سفر د هر یوۀ د ژوند په بیه تمامیدلی شو.
د کډوالو په دغه ډلو کې میرمنې او ماشومان هم شامل وو.
د فرانسې او لویي برتانیا ترمنځ سمندري سفر ٣٥ کیلومتره لار ده او دا سمندري لار تل د لویو او وړو کښتیو د تګ راتګ شاهده وي.
د برتانیې لمړی وزیر “بورس جانسن” لندن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دوی به خامخا د دغې لړۍ مخنیوي کوي او د فرانسې سره به په ګډه د ناقانوني کډوالو د راتګ نه په قانوني ډول ممانعت کوي.
د برتانیې سمندري ځواکونو نه به په دې سلسله کې د کار اخستلو په هکله لمړي وزیر (انګلیش نیوز) ته وویل چې دوئی په دې ماموریت بخت دي.
او د ښې پاملرنې په موخه به د هوايي ځواکونو نه هم کار واخیستلی شي.
د برتانیې یو متقاعد افسر هم د ده دا عمل تایید او وه یې ویل په دې لړۍ کې د ځواکونو نه کار اخستل سم کار دی.
د بلې خوا د برتانیا د “امګریشن” یا مهاجرو چارو یوۀ وکیل “کولن” د امریکا تلویزیوني چینل “وتس اف امریکا ” ته وویل، چې د نړیوالو قوانینو له مخکې، د کډوالو درول په دا ډول نابشري او ناقانوني عمل دی.
د بشري حقونو ادارو هم د ملامتۍ ګوته حکومت ته نیولي او ویلي یې دي:

د پولو د تړلو نه بهتره ده، چې د کډوالۍ دلیل وڅیړل او د دوی ستونزې حل کړی شي.

د یوې نادولتي موسسې (ریفوجي اکشن) مشر “اسټیفن هیل ” وویل:

هو، سږ کال د کډوالو راتګ لویې برتانیا ته زور اخیستی دی، خو باید په قانوني او معقولو لارو چارو یې مخنیوي وشي.

برتانیه ته د کډوالو د سیلاب په مخه کېدل او د دوی د ماتو کښتیو راتګ د سمندر غاړو ته اوس مهال لویه برتانیه کې یوه لویه سیاسي موضوع ده، چې دا ستونزه دقیقاً د برتانیا د اروپایي اتحادیي د وتلو ورسته رامنځته شوې ده.