پر انسان د چاپېریال اغېزه مرګونې پایلې لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

غوره او سوکاله چاپېریال یو له هغو څیزونو څخه دي چې د انسان نېکمرغي په دنیا او اخرت کې ګڼل کېږي. چې انسان د خپل روح او ځان روزنه پکې سرته ورسوي. سره له دې د انسان اصلي دنده د ځان ساتل دي چې دا کار پرته له یوه ارامه چاپېریاله ممکن نه دی.
نو په همدې ډول د یوه ارامه روح لرل هغه وخت شونې دي چې جسم هم ارامه و اوسي او د جسم آرامۍ لپاره یو سوکاله، زړه‌راښکونکی او طبیعي چاپېریال خاوندان و اوسو.
ښه او غوره چاپېریال د انسان پر روح بې شانتې ډېره اغېزه لري، خو که د انسان پر روح او روان د چاپېریال اغېزې راوسپړو، نو تر سلګونو او زرګونو لیکنو او ټوکونو کتابونو پورې به ورسېږي. خو دلته غواړم لنډیز یې راواخلم.
په عمومي ډول په انسانانو کې دوه ډوله (زه) شتون لري، یو زما ظاهر او بل زما باطن چې زما دننه وجود کې پټ شوی.
زما ظاهر لکه څنګه چې له نامه څخه معلومه ده، د ظاهر اړوند کېږي. د مثال په توګه د وګړو نومونه، لکه احمد، محمود او داسې نور…
د بدن غړي، لکه مخ، څېره، لاس او پښې، سترګې او خوله، غوږونه، شونډې خلاصه هر هغه څه چې په ظاهره کې ګورو، اورو او حس کوو یې.
د انسان تشخیصول د زما ظاهر څخه ډېر ستونزمن کار دی، ارواپوهان د دومره تخصص او مطالعه سره ډېره په لږه کچه توانېدلي دي چې د انسان په هکله معلومات ترلاسه کړي. او هغه معلومات چې یې د انسان پېژندنې په هکله کړي او د هغه په وسیله انسانان تشخیص کړي.
خو یو بل څه چې ډېر یې انسانانو ته پام اړولی او کلونه کېږي، د ښې پېژندګلوۍ په لټه کې دي، هغه زموږ دننه کې یو پټ شوی څیز دی. دا کولای شو وڼې ته تشبیه کړو، هماغه ډول چې ونه ریشه، تنه، کوچنۍ او لویي شاخې لري او په څلورو څپرکو کې په ظاهري او باطني ډول بدلون مومي، انسانان هم خپل دننه کې همدا ډول دي او دا نیغه اړیکه د هماغه چاپېریال سره لري، کوم چې موږ پکې لوی شوي اوسو.
په حقیقت کې انسانان په کوم چاپېریال کې چې لوییږي کوم واقعیات چې په هغه چاپېریال کې صورت نیسي انسان په مغز کې درج کېږي.
که انسانان په داسې چاپېریال کې ژوند وکړي، چې په هغه کې جنګ، ورور وژنه، ظلم، تجاوز، فزیکي تاوتریخوالي، همداسې نور ظلمونه وي، هماغه د تاوتریخوالي خاصیتونه د دوی په ذهن کې ناخود اګاه ثبتیږي او کله چې غواړئ په داسې چاپېریال کې ژوند وکړئ چې سوله پکې وي، کوم تاوتریخوالي چې ستاسې په ذهن کې درج شوی چې له مخکې څخه متاثره دي، هغه له ځانه په ټولنه کې وړاندې کوي.
همدارنګه دا باید ووایو، کوم کسان چې د ژوند خوږوالی او ترخه‌والی تجربه کړي، په هر ډول چاپېریال کې هر ډول پرېکړې کوي او تل پخپله ګټه کار کوي.
کوم کسان چې په جنګي چاپېریال کې لوی شوي او د دوی له دننه او دباندې جنګ او بې عدالتۍ څخه متاثره دي، نو هیلې شته چې د دوی درملنه شونې ده.
له پورته ویناوو څخه دا پایله اخلو، چې انسان باید په داسې چاپېریال کې ژوند وکړي، چې هلته سوله وي، ځکه تاوتریخوالی د چا په روان باندې اغېزه کوي او تر فشار لاندې یې نیسي.