پنتاګون: طالبان له القاعدې ډلې سره مرستې کوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: ولمه ځلا

د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون وايي چې طالبان تر افغانستان هاخوا هم له القاعدې ډلې سره مرسته کوي، خو طالبان یې بيا ردوي.
د امريکا دفاع وزارت يا پنتاګون د امريکا کانګرس ته د افغانستان د امنيتي وضعيت په هلکه د رېپوټ ورکولو پر مهال زياته کړې چې د وسله‌والو طالبانو له القاعدې ډلې سره د هند په نيمه وچه کې مرسته کوي او د دوی سرتېري وژني.
پنتاګون دا هم زياته کړې چې له القاعده سره نورې سميه‌ييزې ډلې له طالبانو سره اړيکې جوړوي او د دوی د سرتېرو پر وژلو کې خپلې کټې خوندي ګڼي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره پرمختګونه روان دي، خو القاعده ډله بيا هم له طالبانو سره نژدې اړيکې لري.
پنتاګون زياتوي چې دغه ډلې د هند په نيمه وچه کې غواړي د طالبانو له ټيټو پوړو ډلو پر واسطه افغان حکومت کمزوری کړی دی.
بل لور ته په قطر کې د طالبان وياند سهيل شاهين بيا رسنيو ته ويلي چې هېڅ داسې معلومات او راپورونه نشته چې طالبانو دې له افغانستان بهر چا سره همکاري کړې وي او يا یې هم لاسوهنه کړې وي.
شاهين وايي چې د دوی او امريکا ترمنځ د تړون له مخې به هېچاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ورته ستونزه يا ګواښ جوړ شي.
نوموړي دا هم ويلي چې دغسې تورونه يوازې د بې باورئ د فضا د رامنځته کولو په موخه کېږي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون په اساس طالبان به د امريکا ځواکونو له وتلو سره هیچاته او يا هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له پنځايونو خوندي مرکزونه جوړ کړي.
پاکستان بيا د افغان سولې لپاره د خپلو هڅو نه ستايلو لپاره زلمي خليلزاد ته ګيله کړې ده.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي تر منځنۍ اسيا وروسته د افغان سولې لپاره پاکستان ته سفر وکړ، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي د افغان سولې لپاره د دوی د هڅو نه ستايلو په اړه ګيلې کړي دي.
محمود قريشي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۹ د نړيوال ترهګري راپور ناتکميله بولي او وايي چې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد هڅې نه دي ستايل شوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه راپور کې راغلي و چې پاکستان په ۲۰۱۹ کې د ترهګرو لپاره پټنځايونه ورکول، چې په افغانستان کې بريدونه وکړي.
دا ټولې څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه ليدنه کې محمود قريشي ويلي چې د امريکا او پاکستان اړيکې مثبت چلن ته اړتيا لري او د ترهګری ضد پر وړاندې بايد د پاکستان هڅې وستايل شي.
په دې خپرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد او محمود قريشي د افغان سولې پر بهير غږېدلي او پاکستان يو ځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړ.
د يادونې وړ ده چې تر د وړاندې زلمي خليلزاد د افغان سولې لپاره د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو وزيرانو سره ليدلي دي چې تر دې وروسته به دوحه کې له طالبان مشران سره هم وګوري