سعودي کې د لومړي ځل لپاره پاکستانیان فلم نندارې ته وړاندې کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سعودي عربستان کې به لومړي ځل لپاره د پاکستانۍ سینما فلم د سعودي عرب پر سینما وښودل شي.
دا به لومړی ځل وي چې پاکستانی فلم په د سعودي پر سینما روښانه کیږي.
وروسته له هغې د سعودي پر سینما د پاکستاني فلم د روښانه کېدو په تړاوو خبرونه خپاره شوه چې څه موده وړاندې پاکستانۍ سینما د سعودي عرب د سینما سره په دغه برخه کې یوه تړون لاسلیک کړ.
د سعودي عربستان پر سینما ګانو تر دې وړاندې د هالیوډ او باليوډ سینماګانو فلمونه لګیدلي ول، خو دا به لومړی ځل وي چې پکې یو پاکستانی فلم روښانه کیږي.
دغه پاکستانی فلم(پرواز هی جنون) دی، دا فلم د حمزه عباس فلم دی چې په روانه اکټوبر میاشت کې به نندارې ته وړاندې شي.
دوی وایي وروسته له هغې یې په سعودي کې د دغه فلم د روښانه کولو پرېکړه کړې چې په پاکستان کې لیدونکي پوره متاثره کړي دي.
دغه خبرې د اطلاعاتو وزارت یوه پاکستاني چارواکي چوهدري فواد حسین پر خپله ټویټ پاڼه لیکلي، ده زیاته کړې، فلم به روانه میاشت اکټوبر به ۱۱مه نېټه په سعودي عربستان کې په غټه پرده وښودل شي.
دغه راز وایي، تر دې وړاندې به پاکستاني فلمونه له سعودی عربستان پرته د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم نندارې ته وړاندې کېږي.
د یادولو ده چې د حمزه علي عباس، هانیه عامر، احمد رضامیر او اکبرخان دغه فلم (پرواز هی جنون) د لوی اختر په شپو ورځو کې پاکستان کې مینوالو ته پر سینما نندارې ته وړاندې شوی او مینوال یې پوره متاثره کړي ول.