شپږ هغه پاکستاني لوبغاړي، چې IPL کې لوبېدلي

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پنځه لوبغاړي، شعیب اختر، شعیب ملک، مصباح‌الحق، سهیل تنویر او شاهد افریدي د هند آی پي ایل لیګ په لومړي پړاو کې «۲۰۰۸م کال» د بېلابیلو لوبډلو سره ولوبېدل.

 

۱ـ شعیب اختر

 

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی شعیب اختر په ۲۰۰۸م کال کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره لوبېدلی، چې د یادي لوبډلې لپاره یې په دریو لوبو کې پنځه ویکټې اخیستې دي.

 

۲ـ شعیب ملک

 

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو توپوهونکی شعیب ملک په ۲۰۰۸م کال کې د هند په آی پي ال سیالیو کې د ډهلي کپيټلز لوبډلې سره ولوبېد.

هغه د یادي لوبډلې لپاره په همغه کال کې ۷ لوبې وکړې او ټولې ۵۲ منډې یې جوړې کړې.

ددې ترڅنګ په یوه لوبه کې د هغه تر ټولو ډېرې منډې ۲۴ وې.

 

۳ـ مصباح‌الحق

 

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ډېر پاته شوی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکی مصباح‌الحق هم په ۲۰۰۸م کال کې د هند په آی پي ایل سیالیو کې ولوبېد.

هغه په یاد لیګ کې د رویال چلینجرز بنګلور کرکټ لوبډلې لپاره سیالۍ وکړې.

مصباح د یادي لوبډلې لپاره په ۸ لوبو کې ۱۱۷ منډې وکړې.

 

۴ـ سهیل تنویر

 

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی سهیل تنویر هم د هند په آی پي لیګ په ۲۰۰۸م کال کې ولوبېد.

هغه په راجستان رویالز لوبډله کې ولوبېد، چې په یاده لوبډله کې یې ۱۱ لوبو کې ۲۲ ویکټې واخیستې او یوه بریالۍ توپ‌اچونه یې پکې وکړه.

هغه په یوه لوبه کې د چینای سوپر کینکز لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او ۱۴ منډې یې یوازې ورکړې.

 

۵ـ شاهد افریدي

 

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې بل نامتو او تېز توپوهونکي شاهد افرید هم په ۲۰۰۸م کال کې د هند په آی پي ایل سیالیو کې لوبې وکړې.

هغه په ډېکن چارجیرز لوبډله کې ولوبېد، چې ۱۰ لوبو کې یې ۸۱ منډې وکړې.

ددې ترڅنګ یې بیا په یادو لوبو کې ۹ ویکټې واخیستې.

 

۶ـ عُمرګل

 

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې بل تېز توپ‌اچونکی عُمرګل هم په ۲۰۰۸م کال کې د هند آی پي ایل لیګ په لومړي پړاو کې ولوبېد.

هغه د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره سیالۍ وکړې.

عُمرګل د کلکتې نایټ رایډرز لپاره په ۶ لوبو کې ۱۲ ویکټې واخیستې.

په یوه لوبه کې د هغه ښه توپ‌اچونه د ۲۳ منډو په ورکولو سره د ۴ ویکټو اخیستل دي.