لیکنه: محمدصابر حمیدي
د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه.
د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو خبر ورکړل شوی، چې د پاکستان سوپرلیګ مسئولینو او د ګډونوالو لوبډلو مالکانو نن د پنجشنبې په ورځ سمدستي ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې تر نامعلومې نېټې پوري باید د پي ایس ایل سیالۍ ودرول شي.
اوس نوي راپورونه دا هم ورکړل شوي، چې درې نور لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شوي دي.
راپورنه وايي، چې د نورو جذیاتو په اړه نن ماپښين درې بجه ناسته کیږي او له هغه وروسته به نوې پرېکړه وشي.
د پاکستان شپږم پړاو سوپرلیګ سیالۍ د تېرې فیبروري میاشتې په ۲۰مه نېټه پيل شوې او تر اوسه پوري یوازې ۱۴ لوبې شوې دي.
په دې لیګ کې افغان لوبغاړي هم شته.