پاکستان او ۲۰۱۸، مهم بدلونونه یې دا وو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 
ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په ۲۰۱۸ میلادي کې پاکستان له ګڼو لوړو ژورو سره مخ شو.
دلته به د دغه هېواد له مهمو بدلونونو خبرشئ.
د ټرمپ او اسلام اباد ناندرۍ
پاکستان چې له کلونو راهیسې یې له امریکا څخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم په میلیاردونه امریکایي ډالر ترلاسه کول، تېرکال د قهرجن ولسمشر ټرمپ له غوسې سره مخ شو.
ټرمپ پاکستان ته ګواښونه وکړل، مرستې یې پرې کمې او بندې کړې، دروغجن او وعده خلاف هېواد یې وباله.
175665 4418592 updates پاکستان او ۲۰۱۸، مهم بدلونونه یې دا وو
د ټرمپ توندو خبرو چین او ترکیه، چې د پاکستان ښه ملګري دي، د دغه هېواد دفاع ته اړویستل.
پاکستان د ټرمپ د خبرو غچ د ډېرو په باور له افغانستانه واخیست، دلته یې ترهګري نوره هم پياوړې او سختو بریدونو ته زور ورکړ.
د ټرمپ او پاکستان له جنجاله، چې څه افغانانو ته د زده کولو دا و، چې د هغه د خبرو پر وړاندې د پاکستان ټول ښي اړخي، کیڼ اړخي او نور متضاد ګوندونه یو لاس شول او د پاکستان دفاع یې وکړه.
پرافغان کډوالو فشارونه
پاکستان هم د افغان حکومت د فشار لاندې راوستو او هم د امریکا د مقابلې په نیت پر افغان کډوالو قیودات سخت کړل او دوی یې په ۲۰۸ کې ډېر وځورول.
دا کار یې ډېروخت هغه مهال کاوه، چې افغان حکومت به د افغانستان په نا امنیو کې د پاکستان د ښکاره لاسوهنې یادونه کوله او اعتراض یې پرې کاوه.
nawaz sharif 3 پاکستان او ۲۰۱۸، مهم بدلونونه یې دا وو
په کور دننه ناندرۍ
پاکستان د نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو د ترینګلتیا ترڅنګ په کور دننه هم چندان ښه نه و.
د دغه هېواد یو لومړی وزیر نواز شریف د پوځ په فشار د فساد د یوې قضیې له کبله محکمه او بیا بې واکه شو.
نواز شریف زندان ته ننویستل شو، له سیاسته منع شو او خبره دې ته ورسیده، چې اوسنی صدراعظم عمران خان د ډېرو په ګومان د پوځ په کلک ملاتړ د توقع خلاف واک ته ورسید.
د ۸ کلنې زینب قضیه
زینب یوه ۸ کلنه پاکستاني نجلۍ وه، چې ترجنسي تېري وروسته په وحشتناک ډول وژل شوې وه.
د هغې قضیې په پاکستان کې توند غبرګونونه وپارول. خلکو لویې مظاهرې وکړې او د قضیې د عاجلې او سمې څېړنې غوښتنه یې وکړه.
د اسیه بي بي قضیه
واک ته د عمران خان له رسیدو وروسته د پاکستان سترې محکمې د اکټوبر په میاشت کې مقدساتو ته په سپکاوي تورنه او په اعدام محکومه عیسوی میرمن اسیه بي بي بې ګناه وبلله او له زندان څخه یې د هغې د خوشې کیدو امر وکړ. دې پریکړې په ټول پاکستان د تحریک لبیک د سخت دریځې ګوند په مشرۍ توندې او له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې راوپارولي. د عمران خان حکومت وروسته له دوی سره جوړجاړي ته غاړه کېښوده. حکومت له مظاهره چیانو سره ومنله چې د دوی په شکایت به غور کیږي او اسیه بي بي به له پاکستان څخه بهر نه پرېښودل کیږي.

104992980 d3ff13d7 e0a8 42b2 b07b 6543b8eac53d پاکستان او ۲۰۱۸، مهم بدلونونه یې دا وو
د تحریک لبیک پاکستان سخت دریځې ډلې مشر خادم حسین رضوي، خپلو پلویانو ته وویل هغه قاضیان ووژنۍ چې د اسیه بي بي د خوشې کولو پریکړه یې کړې

د عمران خان کچکول
عمران خان، چې د ځپلي اقتصاد د رغونې له شعارونو سره واک ته رسیدلی، د بهرنیو سفرونو یو لوی هدف یې دا وي، چې له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه د پاکستان لپاره پور وغواړي یا مرستې ترلاسه کړي.
هغه د اقتصادي اصلاحاتو په نوم ځینې بدلونونه هم پيل کړي، خو لا یې چندان د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.