د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او اوس بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې.
د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې.
🚨 Schedule Announcement 🚨
Complete list of fixtures for the Abu Dhabi leg is here! Ready?
Read more: https://t.co/7j9IxXXOuI #MatchDikhao #HBLPSL6 pic.twitter.com/lyhBifrvO4
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) June 3, 2021
د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي
ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیساحمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.
د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.
اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرتالله ځاځی، نجیبالله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلامخېل، رحمنالله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.
۱ـ کراچي کینګز لوبډله کې: نجیبالله ځدران او نوراحمدلکڼوال.
۲ـ پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلامخېل، حضرتالله ځاځی.
۳ـ ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمنالله ګربز.
۴ـ لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.
۵ـ کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.