د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې.
ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې دي، چې د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه کراچي کي حاضري وي او د سیالیو تر پيل پوري سخت قرنطین تېر کړي، تر څو د کورونا ویروس څخه خوندي وي.
دا لوبې به د زیاتو امنیتي تیاریو په شتون کي یوازې په کراچي ښار کې ترسره شي.
خو اوس تازه راپورنه وايي، چې د کورونا ویروس څخه د مخنیوي په موخه د پاکستان په سوپرلیګ کې د شپږ واړه لوبډلو مالکانو د پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتي، تر څو د لیګ پاتې لوبې د کراچي په ځای متحده عربي اماراتو کې وشي.
په دې تړاو د ایسفاین کریک انفو راپور:
All six PSL franchises have asked the PCB to move the remaining games of the rescheduled 2021 edition of the tournament out of Karachi to the UAE ⤵
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) May 4, 2021
بل پلوه د یو شمېر هیوادونو لوبغاړو به د ملي لوبو او د انګلستان لوبغاړي بیا ویټالتي بلاسټ سیالیو په ترسره کېدو بوخت وي، چې په همدې موخه به په یاد لیګ بیا ګډون ونه کړي.
نو د لوبډلو د پوره کېدو په موخه د پاکستان سوپرلیګ ادارې د نه ګډون کوونکو لوبغاړو پر ځای نوي لوبغاړي واخیستل او لوبډلې یې پوره کړې.
د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي
په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.
د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شوي وه.
خو اوس په دې لیګ محمدنبي عیسی خېل، راشدخان او مجیب ځدران پکې د نه لوبېدو پرېکړه کړې، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي او تېره سې شنبه یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجیب ځدران هم واخیستل.
نجیب الله ځدران کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز بیا ملتان سلطانز لوبډلې واخیست.
د پاکستان سوپرلیګ ته د پخوانیو لوبغاړو پر ځای نوي اخیستل شوي لوبغاړي
اسلام اباد یونایټیډ لوبډله
۱ـ عثمان خواجه یې د الکس هیلز پر ځای واخیست
۲ـ جیني مین میلان یې د لیوز ګریګوري پر ځای واخیست.
کراچي کینګز لوبډله
۱ـ مارټین کوپټیل یې د کولین انګرام پر ځای واخیست.
۲ـ تیسارا پریرا یې د محمدنبي عیسی خېل پر ځای واخیست.
۳ـ نجیب الله ځدران یې د ډان چریسټن پر ځای واخیست.
۴ـ لیټن ډاس یې جوی کلېریک پر ځای واخیست.
لاهور قلندرز لوبډله
۱ـ شکیب الحسن یې د راشدخان پر ځای واخیست.
۲ـ جېمز پلکنر یې ډیویډ وېس پر ځای واخیست.
۳ـ جوی بورنز یې د سمیت پټېل پر ځای واخیست.
۴ـ کالم پیرګوسن یې د ټام ابیل پر ځای واخیست.
۵ـ سیکوګي پراسانا یې د جوی ډینلي پر ځای واخیست.
ملتان سلطانز
۱ـ محمد ریان یې د کریس لاین پر ځای واخیست.
۲ـ رحمن الله ګربز یې د جېمز وینس پر ځای واخیست.
۳ـ جیرج لینډي یې د آدم لایت پر ځای واخیست.
۴ـ اُوبید مککوی یې د کارلوس بریتوېت پر ځای واخیست.
پیشاور زلمی
۱ـ پابین آلین یې د مجیب الرحمن ځدران پر ځای واخیست.
۲ـ رومان پاول یې د لایم لیونګسټون پر ځای واخیست.
۳ـ پیډل ایوارډز یې د سقیب محمود پر ځای واخیست.
کوټه ګلډیټرز
انډري رسل یې د ټام بېنټون پر ځای واخیست.