پاکستان: افغان لوري سره د سولې راتګ کې هر راز مرستې ته چمتو یوو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان لپاره د پاکستان د ولسمشر ځانګړی استازی صادق خان په کابل کې دی او له ګڼو افغان چارواکو سره یې کتلي دي.

نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکار دي.

هغه همدا راز په دې لیدنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ددې لیدنې لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي، خو مخکې تر دې ویل شوي وو چې صادق خان به له افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر او ترکیې کنفرانس هم خبرې اترې ولري.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د اسیا او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

دین تامپسون په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پیغام له محب سره شریک کړی دی او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار کړی دی.

تامپسون ویلي امریکا د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په نظامي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاریو ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته ادامه ورکوي.

حمدالله محب هم ویلي چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو د بایډن پرېکړې ته درناوی کوي او په دې برخه کې له امریکایي پوځ سره همکاریو ته تیار دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي