پاکستان او ډاکټر عبدالله؛ د پاکستان داخلي ستونزې، ننګونې او فرصتونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: ضیاءالدین همت مل

پاکستان دننه د ډېرو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. له یوې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې پاکستان د پښتون وژنې پروژه پرمخ وړي او دا ټولې ستونزې د پاکستان پوځ له خوا په خیبر پښتونخواه او قبایلي سیمو کې ترسره کېږي. بله لویه ستونزه د پاکستان حکومت لپاره د کشمیر مسله ده، چې زیاتره پاکستانیان یې غوسه کړي.
او د دې ټولو سربېره، ترټولو لویه مسله دا ده، چې په تېرو ټاکنو کې ځینې سیاسي رهبران ناکام شول او زیاتره سیمو کې د عمران خان د تحریک انصاف نوماندانو څوکۍ خپلې کړې. په دې کار سره ځینو سیاسي رهبرانو دا ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ښکاره ډول هغوی د پاکستان پر پوځ نېوکه کوله چې ټوله درغلي د دوی لخوا شوې ده. اوس اوس نوازشریف په خپلو خبرو کې د پاکستان په ملي بنسټونو او د پوځ په ادارې د غدارۍ تورونه هم ولګول، دا په داسې حال کې ده چې هېڅکله هم چا دې ته زړه نه ښه کاوه، چې په پوځ دې نېوکې وکړي.
اوسنی حکومت غواړي، چې نوازشریف محکمې ته راکش کړي او له بلې خوا په دې هڅه کې دی، چې مسلم لیګ نواز په دوو برخو وویشي؛ مګر بریالي نه شول نو له دې امله نن د اپوزیسیون مشر او د مسلم لیګ ن صدر، شهباز شریف په دې تور، چې فساد او ځینې نور جرایم یې کړي، له محکمې څخه یې زندان ته ولېږداوه. بله دا چې د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف زرداري او خور یې فریال تالپور هم د فساد په تور محکمې ته وړاندي شوي او دوسیې یې روانې دي. د پاکستان د یو بل مخکښ ګوند سیاسي مذهبي مشر، مولانا فضل الرحمن په اړه هم د فساد شواهد ترلاسه شوي او یو نږدی ملګری موسی خان یې نېول شویهم دی. د مولانا فضل الرحمان په اړه ځینې کره شواهد د فساد سره د مبارزې ټیم ته په لاس ورغلي دي، چې مولانا اسلام اباد، کویټه، پېښور او ډېره اسماعیل خان کې بنګلې لري او خپله پلرنۍ سیمه کې یې هم په زرګونه جریبه ځمکې اخیستي دي، چې اوس اوس یې یوڅه بېرته خرڅې کړي هم دي.
د پاکستاني سیاسي او حقوقي شنونکو له نظره کېدای شي، چې په نږدې ورځو کې فضل الرحمن هم ونیول شي او محکمې ته وړاندې شي. بلاول بهټو وایي، چې عمران خان د سیاسیونو سره عقدیي او د انتقام اخیستنې سیاست شروع کړی. مریم نواز بیا وایي چې دا یو ظالم حکومت دی او ډېر ژر به ختم شي. د حکومت سره د لاریونونو د کېدلو ډار هم شته، داسې نه چې په څو ولایتونو کې پیل نه شي. د بلوچستان خلک هم لکه خیبر پښتونخواه، د خپلو حقوقو د اخیستو په پار ګیلې او ناندرې لري، حتا ځیني وختونو کې د بنګالیانو په څېر دړکې او پټکې هم کوي .یو څه وخت وړاندې د پیپلزګوند مشر، بلاول بهټو خبرداری ورکړی و، چې که د سند ایالت حقوق ورنکړل شي، دوی به هم د بنګالیانو په څېر تصیمیم نیولو ته اړ شي. نږدې ورځو کې امکانات شته، چې د مسلم لیګ ن پارلماني غړي له خپلو څوکیو احتجاجا استعفاء هم وکړي.
بله لویه ستونزه د پاکستان اقتصادي وضیعیت دی، چې ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دی. د پاکستان خلک د توکو د نرخونو د لوړاوي څخه هم سرټکوي او په عمران خان یې فشار راوړی، چې د نرخونو د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي. د پاکستان خلک که له یوې خوا د نرخونو د لوړوالي څخه سرټکوي، بل خوا له حکومتي مالیاتو او ټیکسونو څخه هم په تنګ راغلي او په حکومت دا نیوکې کوي، چې عمران خان پاتې راغلی دی.
د پاکستان خارجي سیاست:
پاکستان په دې وروستیو کې د فلسطین د مسلې په اړه د یو بل بلاک سره یو ځای شوی دی، چې د دې بلاک ځینې ملګري هېوادونه لکه چین، روسیه، ترکیه، ایران … دي. د دې بلاک سره د یو ځای کېدو له امله ځینې نور هېوادونه لکه امریکا، سعودي، امارات ،کویټ، هند او داسې نور دي، چې پاکستان یې اندیښمن کړی دی. هغه امریکا چې تل یې د پاکستان خوا نیوله؛ مګر اوس تر پاکستان زیات د هند خوا نیسي او هند سره یې ډېرې ښې اړیکې روانې کړې دي.
د پاکستان سیاسي تجزیه نګاران په دې اند دي، چې پاکستان ته نه دي پکار، چې داسې یو حالت سره ځان مخ کړي. پاکستاني الاصله امریکایي سیاستپوه وایي: ((پاکستان باید د دواړو بلاکونو سره خپلې اړیکې او تعلقات ښه ساتلی وای، ځکه د پاکستان دا پرېکړه، چې د چین د بلاک خوا یې ونیوله، پاکستان ته یې زیات اقتصادي او سیاسي زیان واړاوه او دا همدغه هندوستان وکړ او علت یې دا دی چې هندوستان، د جمهوریت ښه تمثیل کوونکی هېواد دی .پاکستان ځکه په ښه توګه د جمهوریت تمثیل نه شي کولی، چې په سیاسي مسایلو کې یې پوځ پوره لاس لري. تارړ زیاتوي چې هندوستان په یوه وخت کې هم له چین څخه دفاعي وسلې اخلي هم له روس او هم له فرانسې څخه؛ خو د پاکستان مسله د لویو هېوادونو سره داسې ده، چې څه غواړي، په مقابل کې به څه ورکوي او یا د هغوی د حکم مطابق به د هغوي په خوښه کوم عمل اجرا کوي.)) پاکستان د عربي هېوادونو سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې؛ مګراوس هماغه عربي هیوادونه پاکستانیان له خپلو هېوادونو څخه باسي. اونۍ وړاندې کویټ په زرګونه پاکستانیان له خپلې خاورې وویستل.
سعودي هم خپله قرضه غواړي. که څه هم یو څه د چین لخوا پاکستان ته ورکړل شوې، چې خپله قرضه ادا کړي؛ خو چین هم تر یوې اندازې به ورسره مرسته وکړي؛ خو دا هېڅ امکان نه لري چې د پاکستان ټوله قرضه دې ادا کړای شي. د سیمې زیاتره هېوادونه، په ځانګړي توګه افغانستان او هند په پاکستان نیوکې لري، چې د ترهګرو په روزولو کې لاس لري او د دې سيمې ټوله نا امني د پاکستان کار دی؛ نو پاکستان مجبور دی چې د ګاونډیانو سره خپلې اړیکې جوړې کړي. پاکستان له څو لسیزو راپدیخوا جمعیت اسلامي د خلکو په مخالفت کې روان و؛ مګر اوس پوه شوي چې دغه مخالفتونه هلته د هند په ګټه تمامیږي. له مودې وړاندې دا اوازې هم شته چې هند په شمالي ولایتونو کې وسلې او امکانات ویشي.
بله خبره دا ده چې پر طالبانو؛ روس، چین او ایران نازیدل، چې دا ډله به خپله کړي؛ خو امریکا پرې وړاندې شوه او د هغوی سره یې موافقه وکړه او یو تړون لاسلیک شو. د دغې تړون ځینې مادې لاهم پټې دي او د سیمې هېوادونه یې اندېښمن کړي. د پاکستان ځینې سیاسي شنونکي په دې اند دي، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دعوت کول د دې لپاره وو، چې پاکستان هند ته وښیي، چې ستاسو هغه قوي حامي هم راخپلولی شو؛ خو ځینې وایي چې ډاکټر عبدالله یې ځکه را دعوت کړ او دومره لوړ تشریفات یې ورته جوړ کړل ، چې طالبانو ته دا وښیي چې د دوی سره هم موږ جوړیدای شو .
خو ځینو نورو لیکلي چې پاکستان په دې پوه شوی چې ډاکټر عبدالله په افغاني سیاستوالو کې نرم او په سیاسي چارو کې تر نورو وړاندی روان دی او که سوله کېږي، نو د قضیې د یوه قوي اړخ په توګه به دا سړی مطرح وي، نو پکار ده، چې ترینګلي حالات ورسره جوړ شي. بله دا چې پاکستان ته دا جوته شوې، چې د ډاکټر عبدالله ته،د نورو سیاستوالو په پرتله، د سیمې او نړۍ هېوادونو پام را اوښتی، هغه ځکه چې نوموړی د وخت د تقاضا مطابق روان دی او کیدای شي، چې په راتلونکې کې پرې باور وشي، نو له هغې وړاندې باید پاکستان ورسره اړیکې جوړې کړي. یو پاکستانی سیاسي شنونکی، چسپال په دې اند دی چې پاکستان ته پکار ده، چې د افغانستان سره خپلې اړیکې جوړې کړي او افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه ومني او دا د وخت ضرورت دی، ځکه پاکستان د ډاکټر عبدالله دومره درناوی وکړ.
پاکستان پوه شوی چې نور باید له جګړې څخه راوګرځي، ځکه جګړه د پاکستان په زیان تمامیدای شي. نوموړی وایي چې د پاکستان اوسنی اقتصادي او سیاسي حالات د دې غوښتنه کوي، چې نور دې افغانستان کې امن راشي. ډاکټر عبدالله هم په دې پوهېږي، چې پاکستان نور د دې جنګ د اوږدولو توان نه لري او ښه موقع ده، چې د افغانستان د امن لپاره له پاکستان څخه ګټه پورته کړي.
د ډاکټر عبدالله دا خبرې د شننې او فکر وړ دی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته یې وکړې، ورته یې وویل د جنګ شدت د سولې خبرو ته زیان رسولی شي. دا یې پاکستان ته ګوتڅنډنه وه، چې که سوله غواړی او د دې سیمې امن غواړی؛ نو په طالبانو فشار وارد کړه، تر څو د جګړې شدت راکم شي. ډاکټر عبدالله غواړي چې د سیمې هېوادونو اجماع رامنځته کړي او سولې لپاره ترې ګټه واخلي؛ خو ځینې خلک وایي، چې د ډاکټر عبدالله د دې کارونو سره د غني ټیم جوړ نه دی او هغوی نه غواړي چې ژر تر ژره دې د سولې خبرې نهایي شي. زموږ خلک باید له دا سفر په نیک فال ونیسي. هغه ځکه چې ډاکټر عبدالله او ورسره تللی پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب لاړ دی او هلته یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولۍ خبرې کړي دي. که د هر چا لخوا افغانستان ته ګټه رسیږي موږ یې باید هرکلی وکړو. په کومه ورځ چې ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته راځي، نو عمران خان مومندو ته د یو سرک پرانیستې لپاره ځي او هلته وایي (( له ښه مرغه افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي او هلته چې سوله راشي ، دلته به د پرمختګ او امن شاهدان ووسو))
یو بل پاکستانی سیاسي تجزیه نګار، په دې اند دی چې پاکستان غوښتل، چې د ډاکټر عبدالله دا لوړ سیاسي بسیج، چې نن سبا یې لري تر پوښتنې لاندې راولي او هغه دې ته اماده کړي، چې د قمر باجوه سره راولپنډۍ کې د هغه دفتر کې ملاقات وکړي، ډاکټر عبدالله ملاقات مني؛ خو د باجوه له دفتر څخه انکار کوي.
پاکستانیان په دې پوه شوي چې که د بین الافغاني مذاکراتو خبرې خرابې شوې؛ نو پاکستان ته به ځکه په زیان وي، چې امریکا همدغه بهانه غواړي، چې پاکستان ته ووایي، چې زموږ په ناکامۍ کې ستاسو لاس دی او جګړه به دومره شدت واخلي، چې پاکستان به هم ورسره پوره زیانمن شي. نو هیله دا ده، چې دا ځل پاکستان یوازې خبرې نه؛ بلکې عملي هلې ځلې به وکړي، چې افغانستان کې سوله راشي او دا سوله اوس د پاکستان په ګټه تمامیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.