په متحده عربي امارتو کې د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په دویمه پیل شوې لوبه کې پاکستاني لیګ بریګ بالر یاسر شاه نیوزیلینډي لوبغاړي راګیر کړل.
نوموړي په دویمه ټیسټ سیالۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې د ۴۱۸ منډو جوړلو وروسته د نیوزیلینډي توپ وهونکي په ځوابي لوبه کې را ایسار کړل، چې ټوله لوبډله یې په ۹۰ منډو سره وسوځیده او پاکستان ته یې د ۳۲۸ منډو مخکې والی ورکړ.
یاسر شاه د نیوزیلینډۍ لوبډلې ۸ لوبغاړي وسوځول، چې ورسره د دغه لوبډلې د بیټینګ لاین اف سقوط وکړ.
پاکستانۍ لوبډلې د ۳۲۸ منډو مخکې والي فرصت څخه په ګټې اخیستنې نیوزیلینډۍ لوبډله دویم ځل توپ وهنې ته را بللې، چې بیا ځلې پرې د یاسر سره سترګې سرې ښکاري او لمړۍ ویکټ یې هم اخیستې ده.
متحده عربي امارتو ته د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د رسمي سفر په ترڅ کې درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې پلان شوې وې، چې یواځې وروستۍ ټیسټ لوبه یې لا هم پاتې ده.
په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د ۴ منډو په توپیر سره ماته ورکړې وه، خو په دویمه سیالۍ کې اوس پاکستانۍ لوبډله برلاسې ښکاري.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه سیالیو لړۍ د تیرې اکټوبر میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نېټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ کې پاکستان ۳ د ۰ مقابل کې د نیوزیلینډ خلاف بریاوې خپلې کړې او د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې دواړو لوبډلو یوه یوه بریا خپله کړه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو روان سیریز به د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر ۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.