پاکستان او هندوستان غواړي چې د کرکټ په برخه کې اوږ مهاله شخړه له منځه یوسي او خبرې وکړي.
د دغو دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ منځګړیتوب اې سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا کوي.
پاکستان او هندوستان په ۲۰۱۴ م کال کې په دې اړه خبرې کړې وې، چې دوه طرفه لوبه به ترسره کوي؛ خو دې موافقې تر ۲۰۱۸ م کال پورې هم د عمل جامه وانغوسته.
پاکستاني کرکټ بورډ د دې شخړې د حل په موخه د کرکټ نړیوالې شورا ته د تېر کال نومبر په میاشت کې یوه اعلامیه ولېږله، چې هندوستان شخړې ته لمن وهي.
دلته هغه څه راسره ولولئ چې د هندوستان او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ رامنځته شوي:
په ۲۰۱۴ م کال کې پاکستاني کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا نه غوښتنه وکړ، چې له هندوستان سره به له ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۲۳ م کال پورې اته لوبلړۍ یا سیریزونه کوي، چې څلور به یې هندوستان او څلور به یې په پاکستان کې ترسره شي.
او شپږ ورزشي سفرونو کې به ۱۴ ټېسټ لوبې، ۳۰ یو ورځنۍ لوبې او ۱۲ شل اوریزه لوبې شاملې دي.
دواړو خواوو د ۲۰۰۷ م کال راهیسې په دواړو هېوادونو کې سیریزونه نه دي کړي، یعنې دوه طرفه سیریزونه نه دي شوي، چې هم پاکستان او هم هند کې شوي وي، بلکې یو طرفه شوي دي.
۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان په ستر سوداګریز ښار ممبیي کې ځانمرګي بریدونه وشول، تر څنګ د کشمیر اوږدمهاله لانجه هم ددې لامل شوې چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شي او د اړیکو دې کړکېچ په کرکټ هم اغېز ولري.
پاکستان د ۲۰۱۲ م کال په پای کې هند ته سفر کړی و، چې پاکستان په ۵ یو ورځنیو لوبو کې درې لوبې ګټلې وې.
له دې وروسته د پاکستان او هندوستان لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې دوه ځلې مخ شوي.
پاکستانی کرکټ بورډ تور پورې کوي، چې د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره خپلواکه نه ده او د دولت تر زیات اغېز لاندې ده.
هندوستانی کرکټ بورډ دا تورونه ردوي.
تېرکال د کرکټ نړیوالې شورا مشر شاشنک منوهر وویل، چې پاکستان باید له هندوستاني کرکټ بورډ سره خپلې اړیکې ژوندۍ کړي.
منوهر بیا زیاته کړه، چې هندوستان هغه وخت کولای شي، چې پاکستان سره دوه طرفه لوبلړۍ ته غاړه کېږدي، کله چې د هند دولت خپلې لوبډلې ته اجازه ورکړي.
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو لوبلړیو ترسره کولو په اړه هندوستان سر ونه ګراوه او دې چارې پاکستانی کرکټ بورډ د ۷۰ ملیونه ډالرو له لاسه ورکولو او تاوان سره مخ کړ او دا ځکه چې پاکستان د لوبلړیو د پیل د اعلاناتو او سپانسر ټولې پېسې د هندوستان د نه ورتګ له امله له لاسه ورکړې.
له دې وروسته پاکستاني کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا سره خبرې وکړې، چې هندوستانۍ او نورې لوبډلې تشویق کړي، ترڅو پاکستان ته نړیوال کرکټ بېرته راستون شي.
د پاکستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ بحث د اې سي سي دریو غړو مخته یوړ؛ میچل بېلاف، جان پالسن او ډاکټر انابېل بېنېټ.
دا ځل د کرکټ نړیواله شورا د دواړو هېوادونو کرکټ ادارو ترمنځ د منځګړي په توګه رول لوبوي او ښایي هیڅ یو لوری ترې انکار ونه کړي.