پښتون لوبډله د ‍۱۰ اوریزه سیالیو پای لوبې ته ورسیده !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 د کرکټ په ۱۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه پښتون ټیم د لمړۍ لوبډلې په توګه دویم پړاو پای لوبې ته ورسیده.

د دغه سیالیو پای لوبې ته د رسیدو په موخه پښتون لوبډله د نورترن ویریرز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ وه، چې پښتون لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د پاکستاني شاهد افریدي د ۵۹ او افغان شفیق الله شفق د ۲۲ زیاتو منډو جوړولو سره د لوبې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ، خو په ځواب کې یې نورترن لوبډله په ترلاسه کولو کې پاتې‌ راغله.

Cric 25 پښتون لوبډله د ‍۱۰ اوریزه سیالیو پای لوبې ته ورسیده !

 د ټي ټین په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د تیرې نوامبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې پيل شوې دي، چې پکې د (پښتون، پنجابي لیجنډز، سندز، نارترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کیراله نایټزز) لوبډلو ګډون کړی و.

د لمړي پړاو څخه تیره ورځ د نورترن ویریرز، پښتون، بنګال ټایګرز او مراتا اربینز لوبډلې دویم پړاو ته ورسیدې.

Cric 138 پښتون لوبډله د ‍۱۰ اوریزه سیالیو پای لوبې ته ورسیده !

 پښتون لوبډله په دې بریا سره په مستقیم ډول پای لوبې ته ورسیده، خو نورترن لوبډله لا هم د بنګال ټایګرز او مراتا اربینز سره یو ځای پای لوبې ته د رسیدو بله موقع هم لري.

 د نن شپې په دویمه لوبه کې د بنګال ټایکرز او مراتا اربینز لوبډلو ترمنځ د سیالۍ ګټونکې لوبډله به د همدې نرترن ویریرز سره پای لوبې ته د رسیدو په موخه نن شپه وروستۍ مهمه لوبه ترسره کړي.

 د یادونې وړ ده، چې د دې سیالیو پای لوبه سبا د ډیسمبر میاشتې په دویمه نېټه په شارجه نړیوال لوبغالي کې ترسره کيږي.