بټلر د پاکستان خلاف ننداره چیان په شپږیزو ماړه کړل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د انګلستان په کوربتوب له پاکستان سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې ترسره شوه.
پاکستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، انګلستان ته جېسن رای او جاني بېرسټو ښه سټارټ ورکړ، دوی دواړو پاکستاني بالران وټکول، رای په ۹۸ توپونو ۸۷ منډې وکړې، درې شپږیزې او ۶ یې څلوریزې ووهلې.
جاني بېرسټو بیا په ۴۵ توپونو ۵۱ منډې وکړې، ده بیا ۶ څلوریزې ووهلې.
بټلر او مورګن ننداره کوونکي د بونډریانو په کتلو ماړه کړل
جاني بېرسټو پسې جوخت جو روټ ۴۰ منډې وکړې، له دې وروسته د مورګن او بټلر له خوا د بونډریانو باران پیل شو، مورګن د څلوریزو په نیولو کې ډګرساتونکي پاتې راوستل، هغه شپږ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله، لوبډلمشر مورګن په ۴۸ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
ورپسې بټلر د شپږیزو په کتلو ننداره کوونکي ماړه کړل، هغه ۹ شپږیزې او ۶ څلوریز ووهلې؛ تر وروستیو شېبو یې پاکستاني بالران د وېکټې په ارمان کړل او په ۱۱۰ منډو ناټ اوټ ووت، هغه یواځې ۵۵ توپونه ولوبول.
انګلستان د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۷۳ منډې وکړې او پاکستان ته یې ۳۷۴ منډې هدف ورکړ.
eng vs pak 1 بټلر د پاکستان خلاف ننداره چیان په شپږیزو ماړه کړل
شاهین افریدي په ۱۰ اورونو کې ۸۰ منډې، حسن علي ۸۱ منډې، فهیم اشرف ۶۹ منډې، عماد وسیم ۶۳ منډې او یاسرشاه ۶۰ منډې ورکړې.
د پاکستان لپاره امام الحق ښه نه و، له پښتون کیڼ لاسي توپ وهونکي فخرزمان سره یې ملګرتیا ژر پرېښوده؛ خو فخر زمان بیا د بټلر د سلیزې ځواب په سلیزه ورکړ، هغه په ۱۰۶ توپونو د ۴ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۳۸ منډې وکړې.
بابراعظم او اصف علي یوپنځوس، یو پنځوس منډې وکړې؛ لوبډلمشر سرفراز احمد بیا ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.
پاکستان په ۵۰ اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره ۳۶۱ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۱۲ منډو وګټله.
ډېوېډ وایلي او لیام پلنکېټ دوه، دوه وېکټې واخېستې.
د لوبې غوره لوبغاړی ستر هېټر جاس بټلر وپېژندل شو.
د بونډریانو پرتله او د ۱۱ بونډریانو توپیر
انګلستان ټولې ۴۰ بونډریانې ولوبولې، چې ۱۳ پکې شپږیزې او ۲۷ پکې څلوریزې شاملې وې.
پاکستان بیا ټولې ۲۹ بونډریانې ولوبولې، ۹ شپږیزې او ۲۰ یې څلوریزې وهلې وې.
دواړو پاڼیوکې ۶۹ پولې لوبېدلې وې، چې یو ورځنۍ لوبه کې خورا مناسبې بونډریانې دي او د لوبې په جوش و خروش کې یې خورا ښه رول ولوباوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه باران بې پایلې کړې وه، دوهمه لوبه انګلستان وګټله او دریمه یو ورځنۍ لوبه به د می په ۱۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شي.
دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ لوبې لري، چې وروستۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ د می په ۱۹ مه نېټه ترسره کېږي، په همدغه تاریخ افغان لوبډله، له ایرلېنډ سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
https://www.youtube.com/watch?v=5RkWRAvwG7o