
پاکستان د ۲۰۱۹ کال پیل په ماتو کړی، یوه ماته یې له افریقا خوړلی، پنځه ماتې له اسټرالیا وخوړې، څلور ماتې یې تازه په می میاشت کې له انګلستان څخه ومنلې، له دې درې لوبډلو پاکستان ۱۰ ماتې خوړلې وې او افغانستان د سږ کال ۱۱ مه ماته پاکستان ته په خورا زبردست ډول ورکړه. د افغانستان لپاره له پاکستان څخه ګټل دومره ارزښت لري، لکه افغانستان چې عېنې نړیوال جام ګټلی وي، زه یقیني یم چې دا بریا افغانان له نړیوال جام پورته ګڼي نه کمه. ددې لوبې د مهمولي څو لاملونه لومړی د لوبډلو د عمر پر اساس که وګورو پاکستانی کرکټ بورډ په ۱۹۴۸ م کال کې جوړ شوی او لوبډله یې هم ورسره جوخته جوړه شوې ده، نو پاکستانی کرکټ ټیم له افغان کرکټ ټیم څخه ۴۸ کاله مشر دی. بل پلو افغانستان کرکټ بورډ په ۱۹۹۵ کال کې جوړ شوی دی او لوبډله په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوه. دا د افغانستان لپاره د خورا ویاړ ځای دی، چې یوه کم تجربه لوبډله د نړۍ یوې باتجربه لوبډلې ته داسې ماته ورکوي، چې د کرکټ د نړۍ تاریخ به یې تر پېړیو، پېړیو یاد ساتي. دوهم د کرکټ نړیواله شورا به د افغان لوبډلې وړتیا ته په ټوله معنا سلامي شي، د افغان لوبډلې ارزښت به ورسره لا زیات شي، د کرکټ نړیواله شورا به د افغان لوبډلې لپاره د توصیف یوه ستره وسیله شي. په دې ډول به د کرکټ مینوال د افغان لوبډلې لا پرمختګ ته سترګې په لار شي. دریم د لوبغاړو مشهورېدل او په درجه بندۍ کې د هغوی پرمختګ دی، ځاځی یو ځل بیا هغه نوم شو، چې د نړیوالو په خولو به تر ډېره زمزمه کېږي او په یو ورځنیو لوبو کې به یې د پاکستان خلاف ۱۷۵ سټرایک تل په یاد وي. په ۲۸ توپونو د ۳ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۴۹ منډې به یو ځل بیا د یو کوچني ریکارډ په ډول ثبت شي. سربېره پردې به چې شاهین افریدی، په کریس کې د حضرت الله ځاځي شتون ویني، نو فشار به په افریدي وي او رنګ به یې ژیړ وي. که د شاهین افریدي د یو اوور پنځه څلوریزې او ۲۱ منډې په یاد وي، بیا به د ځاځي په مخکې ونه درېږي. په دې لوبه کې چې تر هغې ځاځی چې په ویشتن ځای ولاړ و، بیا شاهین افریدی اوور ته راونه غوښتل شو او وروستیو کې اورونه ورکړل شول. څلورم هسې هم افغان لوبډله په خپلو هېوادوالو ګرانه وه؛ خو د دې تاریخي بریا په مرسته یې لا د هر افغان، نارینه، ښځینه، زوړ، ځوان او ماشومانو په زړونوکې ژور ځای ونیو. دی سره د افغان لوبډلې مُرال د انګلستان خلاف هم خورا لوړ شو، دوی اوس سوچ کوي، چې د نړۍ نورې ځواکمنې لوبډلې هم د پاکستان په څېر په ګونډو کوی شي. د افغانانو خوش باوري په خپلې لوبډلې لا زیاته شوه او اوس چې لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې هم لوبېږي، افغانان به وېره نه لري. د افغان لوبډلې مُرال د دوشنبې ورځ لوبې لپاره چې له انګلستان سره یې لري، لا هسک شو او افغان زمریان به په خورا ډاډه زړه د انګلستان مخې ته ور ودانګي او ډېر امکان شته، چې انګلستان هم مات کړي. اوس د افغان لوبډلې په اړه د خلکو تاثر بالکل مثبت شو، چې د پاکستان په څېر له ځواکمن بالېنګ لاین څخه یې ۲۶۳ منډې هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوسم اوور کې پوره کړ، افغان لوبډلې د پاکستان په څېر ځواکمنه لوبډله ماته کړه او که د افغان لوبډلې ډګر ساتنه د لوړو لوبډلو پر وړاندې ښه شي؛ نو ډېرې پیاوړې لوبډلې ماتېدای شي.
په پرونۍ لوبه کې درې کېچونه ولوېدل او یو سټمپ اوټ مِس شو. که دا وېکټې د مِس فیلډینګ له امله نه وې بچ شوې، پاکستان ۲۲۰ منډې هدف هم نه شو ورکولای؛ خو یو ځل بیا ناسمې ډګر ساتنې پاکستان ته د لوړ ټارګېټ اېښودلو چانس ورکړل. د ۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیو کې عمر اکمل ته کېچ ډراپ شو او سلیزه یې ووهله، په ۲۰۱۸ م کال کې شعیب ملک ته کېچ ډراپ شو او ۴۹ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او پرون یو ځل بیا امام الحق، فخرزمان او عماد وسیم ته کېچونه ډراپ شول او د یو لوبغاړي سټمپ اوټ هم مِس شو. د ډګر ساتنې په برخه باید افغان لوبډله پوره کار وکړي. که د دوشنبې په ورځ افغان لوبډله انګلستانۍ لوبډله ماته کړي؛ نو نړیوال جام کې به بیا ورته د لوبډلو ماتول ستونزمنه خبره نه وي؛ خو د انګلستان خلاف لوبه کې باید افغانان د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې برخې ته پوره پاملرنه وکړي. د ګلبدین په لوبډلمشرۍ کې پاکستان ته ماتې ورکول، د ګلبدین په اړه منفي نظریات غلط ثابت کړل او اوس به د ګلبدین لوبډلمشرۍ او بخت ته هم افغانان په احترام قایل شوي وي.