لیکنه: بهار سمسور
پاکستان کریکټ ملي لوبډله به په دې سفر کې له هالېنډ سره دری یو ورځینۍ او هم له ایرلېنډ سره دوه شل اوریزه لوبې وکړي. دا سفر ۲۰۲۰ کال کې کیږي. پاکستاني کریکټ بورډ په بیان کې لیکلي، د ۲۰۲۰ کال په جولای کې به پاکستان کریکټ لوبډله چې د انګلستان دوره کوي،ترې مخکې به له هالېنډ او ایرلېنډ سره هم ولوبیږي. پي سي بي ویلي چې د دوی لپاره دا سفر ډېر مهم دی او غواړي ورته سر له اوسه تیاریانې روانې دي. د هالېنډ سره د پاکستان دا لومړی سیریز یادیږي چې نړیوال جام ته د لارې موندنې مخکې به یې هالېنډۍ لوبډله ولوبوي.
پاکستان به د هالېنډ او ایرلېنډ تر دیدن وروسته انګلستان ته واوړي،چېرته به چې له کوربه لوبډلې سره د جولای په دیرشمه ټېسټ سیریز پیل کړي او دا لړۍ به د اګسټ تر شلمې وغځیږي،پر همدې ترتیب به درۍ شل اوریزه لوبې د اګست پر ۲۹ ـــ ۳۱ او وروستۍ هغه د سیپتمبر پر دوهمه تر سره کړي.
پاکستان له انګلېنډ سره داسې مهال بیا لوبیږي،چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام مخکې پاکستان له کوربه لوبډلې په پینځه یو ورځینیو لوبو کې په بېلابېلو ښارونو کې سترې ماتې وخوړې.
د ایرلېنډ کریکټ ډایریکټر ریچارډ هولورت وایي؛ پاکستان او ایرلېنډ د کریکټ ډېرې ښې اړیکي لري او دواړه هېوادونه سره نیږدې پاتې کیږي،ایرلېنډ ته د پاکستان سفر او دلته لوبې دوی ته د ویاړ خبره ده.