هندۍ فلم ستورې او نڅاګره رکهي ساونټ د پاکستاني بیرغ سره د انځور خپرولو له امله سختو نیوکو سره مخ شوه.
راکهي ساونټ دا انځور پر انسټګرام خپور کړی و.
د اسکینډل کوئین په نامه مشهوره د بالیوډ لوبغاړې او نڅاګره همېشه د یوه نه یوه څيز له امله له نیوکو سره مخ وي، او دا ځل په انسټاګرام کې ورته د پاکستان بیرغ سره خپل تصویر بلا ګرځېدلی.
ایکسپریس نیوز وایي د پاکستانۍ جهنډي سره د راکهي ساونټ تصویر په ټولنیزه مېډیا کې طوفان جوړ کړ او د نوموړې مینوال دې ته په بې صبرۍ انتظا وه تر څو په علت یې پوه شي چې ولې یې داسې کړي؟
په پيل کې خو ځينو خلکو فکر کاوه چې راکهي به دغه کار د پاکستاني هنرمندانو باندې د بندیز ختمولو او هغوی سره د خواخوږۍ د کولو په پار کړی وي خو نوموړې په ویډیو پیغام کې د دې لامل بل څه په ګوته کړل.
ساونټ په یوه ویډیوي پیغام کې روښانه کړې چې چې دا په حقیقت کې د یوه فلم (دهارا ۳۷۰) یوه صحنه ده چې دا په کې کار کوي، د دې په خبره چې په دغه فلم کې دا د یوې پاکستانۍ نجلۍ رول لري.
نوموړې فلم ستورې په یوه بله ویډیو کې ویلي چې د پاکستانیانو په سینو کې هم زړونه دي او پاکستانیان هم زیات مینه ناک خلک ي،ی ټول یې بدخلک نه دي، د هغې په وینا، ځينې خلک وي چې د خپل قوم او هېواد په خلاف وي او د ماشومانو په خلاف جنګ کوي او په هرهیواد ځینې بد خلک شته.
د هغې په دې خبرو هم ځینې هندیان غوسه شوي او سخته ښکنځلې او د بیرغ سره سره یې خبرې هم ورته رد کړي دي.