د رازق شهادت او د برادر خلاصون؛ پاکستان څه لوبه کوي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ارشاد رغاند
پاکستان بالاخره له څو کلنې نن – سبا ویلو وروسته د وسله والو طالبانو یو مهم مشر ملاعبدالغني برادر له خپل یوه زندان څخه خوشې کړ.
ملا برادر څو کاله مخکې پاکستاني پولیسو ترهغې وروسته ونیوه، چې وېل کیږي د حامد کرزي حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې وه.
د ښاغلي کرزي حکومت سولې ته د برادر د همدې لېوالتیا له کبله د پاکستان له حکومت څخه بیا- بیا د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوله.
پاکستاني چارواکو هم بیا – بیا د نوموړي د خوشې کولو ژمنه کوله، خو عملا یې په دې برخه کې کوم ګام نه اخیست.
د پاکستان لخوا په دې زماني مقطع کې د ملا برادر خوشې کول پوښتنه پیدا کوي، چې دغه هېواد له دې اقدام سره کومې موخې تعقیبوي، یا کومه لوبه کوي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د ملابرادر خوشې کیدل د افغانستان د روان وضعیت له مختلفو خواوو سره تړل کیدای شي، خو دلته د جنرال رازق د شهادت له قضیې سره د دې مسئلې تړاو ته نظر اچوو.
د جنرال رازق له قضیې پام اړول
ملابرادر په داسې مهال د پاکستان له بنده خوشې شوی، چې د افغانستان حکومت رسمآ پاکستان د خپل یوه مقتدر پوځي او سیاسي شخصیت جنرال عبدالرازق د شهادت د قضیې په تنظیمولو تورن کړی.
د جنرال رازق شهادت نه یوازې دا چې افغان حکومت او ملت ته یوه جدي قضیه ده؛ بلکې نړیواله ټولنه او په خاص ډول امریکا ته هم مهمه موضوع ده.
په داسې وخت کې د ملا برادر د خوشې کیدو موضوع په ډېر ګومان د جنرال رازق د شهادت له قضیې څخه د افغانستان او نړۍ د پام اړولو یوه هڅه کیدای شي.
تریوه ځایه کامیاب تکتیک
د پاکستان دا ډول لوبه له افغانستان سره نوې نه ده.
دغه هېواد تردې وړاندې هم په ځلونو- ځلونو له ورته لوبو سره د ځان پر وړاندې له جدي ټکیو د افغان حکومت پام په بله اړولی دی.
د لوبې دا تکتیک له بده مرغه هرځل تر یوه ځایه کامیاب ثابت شوی او پاکستان توانیدلی، چې په حساس وخت کې د دوه اړخیزو اړیکو مسیر او پر ځان د فشارونو کچه را ټیټه کړي.
دا ځل هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فعالې خو ډېرې منافقانه دیپلوماسۍ په ادا کولو سره له یوې خوا په کابل کې د خپل سفارت په وسیله د ملابرادر د خوشې کیدو اعلان وکړ او له بل لوري یې د بهرنیو چارو وزیر د جنرال په قضیه کې د ور پورې شویو تورونو د رد لپاره د ملا برادر خوشې کیدل د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد حسن نیت وباله.
کمزورې مقابله
افغانستان له بده مرغه ونه توانیده، چې د پاکستان له داسې بیا- بیا خورا منافقانه لوبو وروسته د دغه هېواد بشپړې مقابلې ته هر اړخیز چمتووالی( لږ ترلږه په دیپلوماتیکه برخه کې) ونیسي.
د داسې امادګۍ د نه لرلو دلیل هم واضح او تر ډېره حده زموږ په دیپلوماتیکه دستګاه کې د سمو ګومارونو او سیستم جوړونې پرځای پر سیاسي او سلیقوي چلندونو د ملي یووالي حکومت تمرکز دی.
دا موضوع تر دې حده جدي ده، چې د بهرنیو چارو وزارت مخکیني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ان د مخه ښې په مراسمو کې تېره اونۍ شکایت ترې وکړ.
موږ که غواړو د پاکستان له شرمونکو لاسوهنو په سم ډول خلاص شوو، زموږ د دیپلوماتیکې دستګاه په واقعي مانا فعالول او مسلکي کول به راته یو مهم مسولیت وي.