په اتریش کې په یوه ورځ کې ، له سلو ډېر کسان په کرونا اخته شوي.
د روغتیایي ادارو په حواله، په ټول اتریش کې د کورونا له امله وضعیت خراب شوی او پرون له سلو څخه زیاتو ناروغانو د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ۲۴ ساعتونو کې، په اتریش کې د ۶۷۰۸ نوي انفکشن (انتاناتو) او د ۱۰۸ کورونا مړینې راپور ورکړل شوی.
په هرو ۱۷ ثانیو کې، په اروپا کې یو شخص د کورونا څخه مړ کېږي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ډراماتیک ډول شمېر لوړ شوی. دا لومړی ځل دی، چې د کورونا بحران راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰ سلو څخه ډېر خلک وژل شوي دي.
روغتیایي چارواکي وايي، چې وایروس مخ په ډېریدو دی، په ځانګړي توګه په پورته آسټریا کې د پام وړ په ډېرېدو ښکاري.