نن د هندوستان د کرکټ د کورني لیګ سیالۍ په شاندارو مراسمو پیلیږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ او په نړیواله کچه مشهوره (اۍ پي ایل) د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ نن ( شنبې ) پیلیږي.
د شور او شرنګ پرانیسته
dd 1 نن د هندوستان د کرکټ د کورني لیګ سیالۍ په شاندارو مراسمو پیلیږي
هندي رسنۍ وايي چې سږ کال به ددې سیالیو د پیل مراسم تر پخوا ډیر تاوده، او د سپورت د نړۍ سربیره به په کې فلمي ستوري هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.
پرینیتي چوپړا، هیریتک روشن، جاکولین فرننډاز او نور هغه فلمي لوبغاړي دي چې د هندوستان د کورنۍ کرکټ په سیالیو کې هنرنمايي کوي. رنویر سینګ هم ټاکلې وه د شنبې د ورځې په مراسمو کې برخه واخلي، خو د ټپي کیدو له کبله اوس د اۍ پي ایل په پرانیسته کې ګډون نه کوي.
ممبی انډیز او چیانی سوپر کینګز لومړۍ لوبه کوي
ددې لوبو پیل : د «اۍ پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د ۱۱ م پړاو لمړۍ لوبه به د هندوستان په ممبيي کې د تیر کال دفاعي اتلې ممبي اِنډیز او چیناي سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې پکې به ممبي لوبډله د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
29793034 10155481335123634 4946568359413022720 n نن د هندوستان د کرکټ د کورني لیګ سیالۍ په شاندارو مراسمو پیلیږي
په دغه لیګ کې ټولې ۸ لوبډلې شاملې دي، چې پکې د دوه کلن بندیز وروسته د چینایي سوپر کینګز او راجستان رایلز لوبډلې هم بیرته ګډونوالې شوې دي.
په دغه مشهوره کرکټ لیګ کې رایلز چیلینجرز بنګلور د هندي کپتان ویرات کوهلي، ممبي اِنډینز د هندي مرستیال کپتان روهیت شرما، چینایي سوپر کینګز د پخواني هندي کپتان مهیندر سینګ ډوهني، کینګز ایلون پنجاب د راوي چندران اشوین، سنرایزرز حیدر اباد د نیوزلینډي کپتان کین ویلیمسن، راجستان رایلز د هندي اوپنر اجینکې ریحاني، کلکته نایټ رایډرز د دینیش کارتیک او ډهلي ډرایډ ویلز د ګاتم ګمبیر په لوبډلمشرۍ کې دا ځل لوبیږي.
د سنرایزرز حیدر اباد، کینګز ایلون پنجاب او راجستان رایلز هغه لوبډلې دي، چې د لمړي ځل لپاره پکې ۴ افغان لوبغاړي لوبیږي، چې په دغه لیګ کې د لوبیدو په موخه ټول هندوستان ته رسیدلي دي.
28056163 10155350759738634 4528058896505270325 n 1 نن د هندوستان د کرکټ د کورني لیګ سیالۍ په شاندارو مراسمو پیلیږي
د هندوستان د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د اپریل میاشتې د ۷ مې نېټې څخه پیل کیږي؛ د راتلونکې مۍ میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې پکې به ټول ۶۰ لوبې ترسره شي.