ژباړه: نسیمه محمدي
د یاران درنو لوستونکو! موده وړاندې مو د ډنیس اونر په اړه یوه لیکنه لوستلې وه او اشنایي ورسره لرئ. نن هم د ده د ځانوژنې په اړه وایو.
هغه سړي چې په وروستیو کلونو کې د خپل مخ او اندام د بدلون له امله د یوه پړانګ په څېره وو، ځانوژنه کړې او ومړ.
ډنیس اونر، چې د«مست پړانګ» سره مشهور وو، ټېره اونۍ په خپل کور، نواډا کې مړ وموندل شو.
شارون اراټ، د «بيامایزاین» نشریې پخواني مدیر او د اونر ملګري په خپله پاڼه ولیکل، چې ۵۴ کلن اونر خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.
اونر چې وړاندې د امریکا په سمندري ځواکونو کې خدمت کاوه، د یو لړ جراحيو سره خپل مخ او بدن یوې ښځينه پړانګې ته ورته کړی وو.
اونر چې د امریکا د سورپوتکو له نسل څخه وو، هغه وخت د خپل ظاهر د بدلون په فکر کې شو، چې په پوځ کې یوه مشر هغه ته وویل:« د پړانګ له کړنو پیروي وکړه.» نوموړي وروسته له هغه خپل ځان په « مست پرانگ» ونوماوه.
اونر په خپله پاڼه چې اوس بنده ده ولیکل: “زه (د سورپوستو د قبیلې څخه) هورون او د زوړ رواج پیروی په پړانګ بدل یو ببر یم.”
د اوږدو کلونو په موده، اونر څو ځلي د جراحۍ تر تېغ لاندې راغلی لکه د پورتنۍ شونډې څېرل، د غوږونو اوږدول او تېزول، په ټنډه او غومبرو کې د سیلیکون کینول، د غاښونو تېزول، ټټو او د مخ سوري کول ترسره کړل. نوموړي همدارنګه خپل نوکان تېز او لوړ کړل، چې ډېر پړانګ ته ورته شي.
اونر د خپل ظاهر په برعکس خپله دنده ساتلې وه، که څه ډېری ټلویزیوني نندارو کې لکه د «باور وکړئ یا نه ريپلی» شو کې، ګډون کاوه.
ښاغلي لاراټ، اونر په خپله پاڼه کې « یو عالي خو پیچلي کس» نومولی او وايي: “نوموړی کله څومره چې جالب او فوق العاده وو، قهرجن هم وو او په وروستیو کې یې د ۵۴ کالو په عمر په ځانوژنې لاس پورې کړ.”