ژباړه: نسیمه محمدي
غوره ده اومېندواره مېرمنې په دې موده کې ستوني ستاغ یا د شا په تخته خوب ونکړي؛ ځکه په دې ډول وضعیت کې د ملا خوږ زیاتېږي، د تنفس او د هاضمې سیستم ستونزې پیدا کوي. همدارنګه په دې حالت کې رحم په اصلي وريدونو واقع کېږي، چې د فشار د ټيټېدو لامل کېږي او په پای کې د مور اوجنین د وینې جریان کمېږي. د ابن سینا د شنډتوب او د پرلپسې سقطونو د مرکز تخصصي غړې وویل: د اومېندوارۍ پر مهال مور د فزیکي بدلونونو سره مخ کېږي، چې د هغوی له طبیعي حالت سره توپير کوي، یو لړ ستونزې د رحم او نس د لویوالي له امله رامنځته کېږي او امکان لري د مور د ملا درد او معدې د سوزش لامل شي. همدارنګه د ځینو هورمونونو د ترشح له امله، دخوب د پروسې د زیاتو بدلونونو سبب ګرځي.
سارا مختاري، د مېندو د خوب د وضعیت په اړه وویل: د اومېندواره مېرمنو لپاره تر ټولو ښه وضعیت په څنګ یا اړخ ویده کېدل دي، په ځانګړي توګه کېڼ اړخ. البته دا موضوع د حاملګۍ په لومړیو شپږو میاشتو( لومړي او دویم ترایمستر) کې ډېر اړین نه دي؛ ځکه جنین لا کوچنی دی، خو د اومېندوارۍ د پړاوونو په پرمختګ سره په خاص ډول ورروستۍ درې میاشتو کې ښه ده دا وضعیت په پام کې ونیول شي.
په ښي که چپ اړخ خوب، کوم یو ګټور دی؟!
نوموړې زیاته کړه: د حامله مېرمنو لپاره چپ اړخ د ښي لوري په پرتله غوره دی؛ ځکه په دې وضعیت کې خواړه او د وینې رسېدل جنین او جوړې ته په ښه توګه سرته رسېږي او د مور په داخلي غړو د فشار کچه کمېږي. په اصل کې په چپ اړخ وضعیت سره د بدن پر اصلي رګونو د رحم له لوري فشار اخېستل کېږي او د وینې رسونې بهير په سم ډول تر سره کېږي.
د معدې سوزش ستونزه
مختاري وړاندې زیاتوي: که چېرې د معدې ستونزه د خوړو د رفلکس( بېرته غبرګون) له امله وي، سپارښتنه کېږي د خوب پر وخت د مور سر او تنه د بدن د نورو غړو په پرتله لږ څه لوړه اوسي.
ستوني ستاغ ویده کېدل مور او جنین ته د وینې جریان ځنډوي
مېرمن مختاري د دې مسئلې په اړه، چې اومېندواره مېرمنې باید په وروستیو درې میاشتو کې په آرامۍ او احتیاط سره ځای پر ځای شي، ملا درد او وینې جریان د ځنډ لامل ګرځي، چې جنین ته کافي اکسیجن او خواړه نه رسېږي. هغې ټینګار وکړ: البته که مور ستونې ستاغ ویده شي دا د ډېری اندېښنې وړ نده او په دې معنا نده، چې جنین ستونزې سره مخ دی او مور باید روغتیا پال ته لاړه شي.
د پښو تر منځ، د نس لاندې او ملا ته بالښت ايښودل د مور لپاره ګټور دي. د دې مرکز د بیان له مخې په دې اړه چې پړ مخې ویده کېدل اصلا په وروستیو درې میاشتو کې مناسب نه دي، زیاته کړه: اومېندواره مېرمن کولای شي د پښو تر منځ، د نس لاندې او ملا ته د بالښت کېږدي. همدارنګه دا چې په چپ اړخ ویده شي ښه ده. که چېرې مور په ملا درد اخته وي، د نس لاندې د یو بالښت ايښودل د درد د کمېدو لپاره ډېر ګټور دی.
سرچینه: پارسینه