امیندواره میرمنې باید دا ۱۰ لارښوونې په یاد ولري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
ډاکتران وايي چې امیندوارۍ د مېرمنو لپاره یوه اساسه او مهمه مرحله ده، باید په دې وخت کې یوه امینداواره مېرمنه نه یوازې د ځان خیال وساتي بلکې د را تلونکي ماشوم روغتیا ته هم پوره پاملرنه وکړي.
روغتیا پالان د یوې امینداورې مېرمنې لپاره دا لارښونې وړاندیز کوي:
۱- هرکله یوې مېرمنې دا احساس وکړ، چې امېندواره ده، باید حتمي نږدې روغتون ته ورشي او پر دې ځان وپوهوي چې په لومړيو دريو میاشتو کې کوم داسې درمل وا نه خلي چې حمل او مور ته تاوان لري.
۲- امېندواره مېرمن باید د نورو وختونو په پرتله، پوره او متوازن خواړه وخوري.
۳- د امنېدوارۍ د ځانګړو سپورتونو په مرسته دې خپل وزن کنټرول کړي.
۴- له مضرو موادو، پخپل سر درملو، درندو کارونو او شعاع ګانو څخه دې ځان وساتي.
۵- د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ دې واخلي، هره مور بايد د امېندوارۍ په دوران کې فولیک اسيډ او فیروس سلفاټ درمل وکاروي، د دې درملو اخیستل مور د وينې له کمښته راګرځوي او مور د امېندوارۍ په وخت کې ماشوم له خپلې وينې تقویه کوي.
۶- که مور خپل واکسینونه نه وي بشپړ کړي دا ښه وخت دی چې خپل واکسینونه واخلي، که یې واکسینونه پوره هم وي، د معافيت په خاطر دې دوه دورې واکسينونه واخلي.
۷- د پنځمې میاشتې په اخېر کې بيا هم ډاکټر یا روغتون ته ورتګ لازمي دی چې په دې وحت کې د ماشوم حالت کتل کېږي، ډېری وختونه داسې کېږي چې ماشوم د مور په نس کې مړ وي، خو مور نه وي خبره او هغه وخت خبرېږي چې وخت له وخته تېر وي او د لانجې سرحد تر عملیاته رسېدلی وي.
۸- له اتمې مياشتې وروسته هم روغتون ته تګ ضروري دی، په دې مرحله کې د ماشوم صحي وضعيت کتل کېږي، مور بايد بله دوره واکسین هم بشپړ کړي.
۹- په نهمه مياشت کې بايد بيا هم ډاکټر ته ورتګ هېر نه‌شي، په دې کتنه کې د ماشوم او د مور روغتیایي حالت کتل کېږي، زموږ ډېری خویندي تر هغه وخته ډاکټر یا روغتون ته نه ورځي چې د ماشوم د پیدا کېدو وخت يې نه وي رارسېدلی، چې بيا هغه وخت نه مور په خپل حالت پوهېږي او نه هم ډاکټر ته د مور پخوانۍ تاریخچه مالومه وي.
۱۰- زیږون دې د یوه با مهارته طبي کارکوونکې تر نظر لاندې تر سره کړي. همدارنګه د راتلونکې لپاره دې د حمل تر منځ فاصله په نظر کې ونیسي.
یادونه: د کورنۍ مشران «خاوند، خسر، خواښې» دې د خپل کور امېندواره مېرمنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د دوی توجه د هغوی ژوند له خطره ژغورلای شي.