اُمید غوره کړئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په ژوند کي سختي او طاقت سلبوونکي ورځي راځي. راځي داسي ورځي چي نور د مخ ته تګ له پاره په ځان کي توان نه وینئ او باید تسلیم سئ… په دغسي سختو ورځو کي یوازي یو شی کولای سي چي تاسي یوې روښاني راتلونکي ته ورسوي او هغه اُمید دئ چي تاسي د ځان له پاره ساتلی دئ.
آیا پوهېږئ چي انسانان څه وخت حالاتو ته تسليمېږي او ځانونه ناکاموي؟ جواب ډېر ساده دئ. کله چې د اُمید ذخیره خلاصه سي او نور و نه سي کولای چي په خپل تاریکه ژوند کي یوه روښانه ورځ پیداکړي. هر څوندي چي ژوند ته ستاسي اُمید غني او سرشار وي، پر ستونزو باندي د غلبې له پاره ستاسي بریالیتوب حتمی دئ.
ژوند له لوړو او ژورو ډک دئ او هر انسان باید په ژوند کي له یو لړ لوړو او ژورو سره مخامخ سي. د ستونزو سره د هر انسان د مقاومت کچه د هغه اُمید په مېزان او اندازې پوري مستقیم تړاو لري چي د هغه/ې له پاره پاته دئ. ځکه خو انسان باید همېشه او هره شېبه د خپل اُمید ذخیره بررسي او تفتیش کړي او هر وخت ځان ته دا فرصت ورکړي چي د خپل اُمید ذخیره ډکه کړي.
خو پوښتنه دلته ده چي څنګه کولای سو د اُمید ذخیره ډکه کړو او د تېرو سوو اُمیدونو خالي ځایونه ډک کړو؟ او د دغي پوښتني فقط یو جواب دئ: اُمید غوره کړئ.
موږ انسانان ټول د انتخاب حق لرو. د ژوند په هره شېبه کي کولای سو  چي بې تفاوتي، ناهیلي او افسردګي (خپګان) او يا اُمید انتخاب کړو. د اُمید انتخابول د ژوند د جدی ستونزو د حل له پاره يوه ساده او آسانه حللاره ده. موږ په خپلو انتخابونو او پرېکړو سره چي روزانه ئې کوو د خپلي نړۍ شکل تغیروو او د یوې روښاني او بهتري نړۍ جوړولو له پاره، لومړنی ګام، د ُامید لرل دي. اُمید خو لومړنی ګام دئ خو هیڅکله باید دا هېر نه کړئ چي خورا یو آساسي او بحراني ګام دئ. داسي یو قدم چي موږ ته د وړاندي تګ او حرکت له پاره لازمه انرژي راکوي او موږ لاري ته برابروي.
نو راځئ چي له نن څخه د ژوند تر پایه په پایداره ډول د ژوند په هره شېبه او هر ډول حالاتو کي چي یو – همېشه اُمید انتخاب کړو. که په یوه عادی مکتب کي یاست اُمید ولرئ چي تر لوړو علمي درجو او رتبو پوري به رسېږئ او ډېري لوړي زدکړي به کوئ.
که د کور ښځه ياست او د ناهیلۍ او نااُمیدۍ د میلیونونو انتخابونو په منځ کي سخت او ستونزمن ژوند تېروئ، د یوې روښاني راتلونکي د اُمید شمعي مو بلي وساتئ او په دوامداره توګه د خپلي کورنۍ غړیو ته هم د يوې روښاني راتلونکي زېري ورکړئ. دې ته مه ګورئ چي نور تاسي ته ستاسي د اوسنيو شرایطو له مخي څه وايي. مهمه دا ده، چي لاس وانخلئ او په ستونزمنو او سختو حالاتو کي تر ټولو هیله بخښوونکې او له اُمیده ډکه لاره انتخاب کړئ.
که مو په هر دلیل خپل یو نژدې دوست او ملګری مړ سوی وي او د هغه/ې تر مرګ وروسته مو نور په ځان کي ژوند ته د ادامې کوم شوق و ذوق نه وینئ، بیا هم باید شرایطو او حالاتو ته تسليم نه سئ او بې تفاوته پاته نه سئ. بلکي باید د ژوند د ادامې له پاره د یوه هیله بخښوونکي دلیل په لټه کي ولاړ سئ او د یوې هیله بخښوونکي لاري په انتخابولو سره د ځان له پاره یو نوی او روښانه ژوند جوړ کړئ.
د ځینو تلوېزیوني چینلونو هیله بخښوونکي او تشویقوونکي خپروني ووینئ. له خوشحالۍ او هیله مندۍ څخه ډکو انسانانو او ځوانانو سره راشه درشه وکړئ. هیله بخښوونکي کیسې او مطالب ولولئ. ډاډ درکوونکي دوستان غوره کړئ. په داسي غونډو او مجلسونو کي راڅرګند سئ چي سرټکي ئې ژوند ته هیلي او اُمیدونه جوړوي او چي محضی مو ولیدل چي د ژوند سخت او ستونزمن حالات تر ځانو قرباني کوي او درباندي فشار راولي، سملاسي حالات د ځانو په ګټه تغیر کړئ او د ځانو له پاره هیله بخښوونکې او له اُمیده یوه ډکه لاره غوره کړئ. و به وینئ کله چي کرار کرار د خپل اُمید ذخیره په ژوند کي له هیلو بخښوونکو لحظاتو او پېښو ډکوئ، ناهیلي او خپګان به هیڅکله هم ستاسي ژوند د ته در نژدې کېدو جرأت پیدا نه کړي.