ښځې له تاسو یوازې اته غوښتنې لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ځینې وړتیاوې شته چې مېرمنې غواړي خاوند یې هغه ولري. دومره ستونزمن کار هم نه دی، خو هر څوک دا وړتیاوې لرلی هم نه شي. ټول خلک یو کمی لري، هېڅوک نه شي کولی دا ټول خویونه یو ځایي ولري، خو دومره هرومرو کولی شي چې په دغو اوو وړتیاوو کې یو څو ولري چې خپله مېرمنه خوشحاله وساتي.
د ښځې د زړه ګټلو اته لارې:
۱ – صداقت، خو بېحده نه: ښځې نه غواړي خاوند یې د اړینو خبرو په اړه دروغ ورته ووایي. ښځه غواړي باور پرې وشي، ځکه هغه فکر کوي چې دوی په دوو ځانونو کې یوه ساه ده. هر څه کې صداقت نه خوښوي، مثلاً که د ښځې د ویښتانو رنګ خراب و، مه ورته وایئ چې دا نو څه شی دي. که چاغه شوې یا ډنګره شوې ملنډې مه پرې وهئ.
۲ – درک: هغه غواړي په هر حال کې درک شي او نه غواړي هر څه درته توضېح کړي. مېرمن غواړي سمه یې وپېژنئ او مینه ورسره ولرئ. داسې نه چې کله مو زړه و، درباندې ګرانه یې کړئ او چې نه و، نو ویې رټئ.
۳ – پاملرنه: ښځه غواړي چې تاسو هر وخت ورته پام وکړئ. هغه غواړي پوه شي چې تاسو ته ارزښت لري. ځینې وخت چې څوک چاته ارزښت ولري، دا مانا ورکوي چې یو څوک یې په نړۍ کې شته، خو که ارزښت ورنه کړل شي، نو اړ کېږي چې پخپله ځان ته پاملرنه وکړي، نو دا د نړۍ تر ټولو سخت شرایط دي. ځینې وخت واقعاً انسان ځان ته له فزیکي او اروایي پلوه پام نه شي کولی. هغه غواړي تاسو تل ورسره واوسئ، د ښځو دا کار ځان‌خوښونه مه ګڼئ، هغه په رښتیا هم درته اړتیا لري، کله چې درته وایي ما سره خپه کېږه مه، جملې ته فکر مه کوئ، نو د جملې مفهوم وسپړئ.
۴ – پیاوړتیا او ځواک (ذهني او فزیکي): هېڅ داسې ښځه نه شته چې کمزوری نارینه یې خوښ وي. هغه له تاسو نه غواړي چې بېخي دې اتل وئ، بس له یوه نارینه چې کوم تصور لري هومره دې یاست. یوه ښځه غواړي نارینه له ذهني پلوه هم قوي وي. کله مو پام شوی چې ښځه پر ځواکمنو نارینه‌وو ژر مینېږي، نو لږ تر لږه دومره باید واوسئ چې هغه له درسره د امنیت حس وکړي.
۵ – مهرباني: دا خوی مو په مینه کې ستاسې برلاسي ښیي. یوه ښځه نه غواړي چې نارینه دې یوازې له هغې سره مینه وکړي، بلکې له نورو خلکو او موجوداتو سره هم مینه وکړي. هغه غواړي تاسو داسې کس واوسئ چې خلک مو ستاینه وکړي او دا درباندې وویاړي.
۶ – مالي او ځاني خوندیتوب: اړتیا نشته چې میلیونر دې وئ. رښتیا که ووایو ځینو ته باید میلیونر شئ، خو ډېری ښځې درڅخه بس همدومره غوښتنه لري چې ورځنی ژوند مو تېر کړای شئ، یانې دومره وګټلی شئ چې د بل دروازې ته ونه درېږئ. هغه غواړي، ځان باوري کړي چې له فزیکي او اروایي پلوه له تاسو سره خوندي ده.
۷ – وفا: بې قیده او پرته له کوم شرطه مینه او وفا غواړي. هغه غواړي چې د ژوند یوازینی مېرمن مو وي چې تاسو ورته ګورئ او د هغې لپاره اوسئ. هغه پر دې هم پوهېږي چې د نړۍ تر ټولو ښایسته او تر ټولو لایقه به نه وي، هېڅ اړتیا هم نه لري چې داسې دې وي، خو لږ تر لږه درته دې د نړۍ تر ټولو غوره ښځه وي. هغه غواړي ژوند خوږه پېښه مو وي.
۸ – خپګان نه غواړي: یوه مېرمن هېڅکله دا نه خوښوي چې نارینه دې خپه شي او دا دې پخلا کړي، که چېرې پخلا کوي مو هم د دې لپاره چې نه غواړي له اړیکې مو جنجالي اړیکه جوړه شي. هڅه وکړئ چې له ښځې مرور نه شئ، مرورتوب د نارینه کمزوري ګڼل کېدای شي. دلته شخړه وکړئ، هلته یې هېره کړئ. اصلاً ځینې ښځې ښه غواړي چې پخلا مو کړي، خو ذاتاً دا وړتیا نه لري چې یو مرور سړی پخلا کړي، نو خپله پخلا شئ او یو د بل له تېروتنو تېر شئ.
دا احساسات هغې ته ورولېږدوئ، بیا وګورئ چې څنګه هم ځان او هم تاسو نېکمرغه کوي.