د یو ورځینیو لوبو غوره لوبغاړي څوک دي؟
لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ یو ورځینۍ لوبې ډېرې معتبره لوبې دي،چې نیږدې د نړۍ هر لوبغاړي به دا فارمټ لوبولی وي، موږ درته لس هغه لوبغاړي،چې په دې فارمټ کې یې هم ښه توپ وهنه کړې وي، یا یې ښه توپ اچونه کړې او هم په دواړو اړخونو کې ځلیدلي درپېژنؤ.
۱: هندی اېم اېس دوني
کله چې د کریکټ نړیوال جام پای لوبه کې هند د سریلنکا خلاف لوبیده او ژر،ژر یې ویکټې بایللې،په لوبغالي کې ناستو تمشچیانو یو بل ته د ډاډګیرنې په خاطر بار،بار ویل اندیښنه مه کوئ دوني میدان ته راځي.همداسې وشول،چې دوني لوبې ته راغی او د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام پای لوبه د دوني د ښې لوبې پر بنا هند وګټله.
دی په یو ورځینیو لوبو کې د وروستۍ څاروې له مخې غوره لوبغاړی یادیږي،۳۸ کلن اېم اېس دوني،چې زیاتره وخت په پینځم یا هم له دې شاته پوزیشن میدان ته ښکته شوی،بیا یې هم په ۳۳۲ لوبو کې ۱۰۰۷۳ مجموعي منډې جوړې کړې او ۵۰/۱۱ سټرایک رېټ سره لوبیدلی دی،چې ۱۸۳ نه سوځیدلې یې د یوې لوبې زیاتې منډې دي او هم یې لس سلیزې، ۶۷ نیمه سلیزې او ۴۲۵ کیچونه/سټمپونه او رن اوټ یې اجرآ کړي دي.
۲: اسټرالیاوی ادم ګیلکرېسټ
له دوني وروسته دوهم همدا ادم دی،دی د سترو لوبو د لوبغاړي په نوم هم شهرت لري،داسې چې دری نړیوال جامونه له ۱۹۹۹ ـــ ۲۰۰۷ کال پورې د ده په شتون کې اسټرالیا کور ته وړي دي.ادم ګیلکرېسټ له افریقایي ډیوېلرز وروسته د پورته سټرایکرېټ خاوند لوبغاړی دی،چې ۹۶ سټرایکرېټ سره لوبیدلی دی.
ادم په ۲۸۷ لوبو کې،۹۶۱۹ مجموعي منډې له ۹۶،۹۴ سټرایکرېټ سره،د ۱۶ سلیزو او ۶۵ نیمه سلیزو سره درج کړي،چې د ویکټ ساتونکي په حیث یې د ۴۷۲ لوبغاړو په سوځولو کې مهم رول لوبولی دی.
۳: افریقایی جاک کالیس
که د یو غوره پیلیز لوبغاړي نوم اخیستل کیږي،نو بیا به همدا نوم یادیږي،ځکه کالیس د افریقا او نړۍ لپاره د یو غوره لوبغاړي نوم ښودلی دی.
د کالیس تر څنګ راهل ډرایوېډ او برین لارا هغه لوبغاړي دي،چې په شتون کې یې د دوی هېوادونو نړیوال جام ونه ګاټه،اما دوی زړونه ګټلي دي،چې تاریخ یې یاد ساتي.
دی اوس لوبغاړی نه بلکې استاد(روزونکی )دی.
کالیس ۳۲۸ لوبو کې،۱۱۵۷۹ منډې له ۴۴،۳۶ ایورېج او ۱۷ سلیزې هم یې ۸۶ نیمه سلیزې ثبت کړي دي،خو دا چې نوموړی یو غوره الرونډ و ۲۷۶ ویکټې یې هم په همدې ۳۲۸ یو ورځینیو لوبو کې تر لاسه کړې دي.
۴:سریلنکایی سانات جایسریا
د وخت غوره توپ اچونکی،ورپسې بهترین پیلیز لوبغاړی همدا یادیږي.
جایسریا د سریلنکا لپاره غوره کریکټ تر سره کړ،چې د ارجونا رانا ټونګا په لوبډلمشرۍ کې بیخي ښه لوبیدلی دی.
سانات جایسریا په ۴۴۵ لوبو کې ۱۳۴۳۰ منډې له ۹۱،۲۰ سټرایکرېټ سره په یوه پاڼۍ کې ۱۸۹ منډو تر څنګ د ۲۸ سلیزو او ۶۸ نیمه سلیزو پر مټ تر لاسه کړي دي،دا چې دی لومړی توپ اچونکی و،بیا توپ وهونکی هم شو نو یې په ۴۴۵ لوبو کې ۳۲۹ ویکټې هم تر لاسه کړي دي.
۵: سریلنکایی ماتایا مرلیدهرن
سریلنکایي لوبډلمشر ارجونا راناټونګا د ۱۹۹۶ کال نړیوال جام کې کم عمره سپینر توپ اچونکي ته په یوه لوبه کې چانس ورکړ،دې ځوان توپ اچونکي په لوبه کې اووه لوبغاړي وسوځول او د کریکټ نړۍ ته یې ټکان ورکړ،دا ما تایا مرلیدهرن و،چې تر دغې لوبې وروسته یې د سریلنکا لپاره سخت او پیاوړی کریکټ جاري وساته،چې په ۲۰۱۱ کال کې یې نړیوال کریکټ ته د پای ټکې کېښوده.
دهرن د سریلنکا لپاره په ۳۵۰ لوبو کې ۵۳۴ ویکټې د ځان په نوم کړې،چې دا یو غټ ګام دی.ده لس ځلې په یوه پاڼۍ کې پینځه ویکټې تر لاسه کړي دي او هم یې غوره توپ اچونه په یوه پاڼۍ کې د اووه لوبغاړو سوځول دي.
۶: سریلنکایی کمار سنګاکارا
یو وخت سریلنکا د کریکټ نړۍ هغه لوبډله وه،چې ترې هر چا وېره لرله،دا ځکه چې ځینې لوبغاړي یې په سر کې و،یو له هغې جملې کمار سنګاکارا یادولی شو.ده په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام پای لوبه کې د خپل نیږدې ملګري اېم اېس دوني خلاف خپله لوبډله ولوبوله،خو زړه ماتونکي ماته یې وخوړه او دا نړیوال جام ترې ملګري یوړ.
سنګا په ۴۰۴ لوبو کې مجموعي ۱۴۲۳۵ منډې ثبت کړې،۴۱ ایورېج، ۲۵ سلیزې،۹۳ نیمه سلیزې او هم ۱۶۹ د یوې لوبې زیاتې منډې لري،خو د ویکټ ساتونکي په صفت یې ۵۰۱ لوبغاړي سوځولي دي.
۷:هندی ځوان لوبډلمشر ویرات کوهلي
که د عصري کریکټ نړۍ د غوره لوبغاړي او سټایلېش توپ وهونکي نوم څوک یادوي،دا به کېنګ ـــ کوهلي وي.
هغه له هره نګاه پوره توپ وهونکی دی،چې د زیاتو کریکټ پخوانیو لوبغاړو د ریکارډونو په ماتولو پسې یې را اخیستې ده.کوهلي دا وخت ۱۰زره منډې پوره کړي دي،چې لا هم مخ پر بره روان دی او لس کاله نور هم بهترین کریکټ کولی شي،نوموړي تر دې وخته ۲۱۶ لوبو کې ۱۰۲۳۲ منډې ثبت کړي، ۳۸ سلیزې، ۴۸ نیمه سلیزې او هم ۱۸۳ په یوه لوبه کې د ده زیاتې منډې دي،چې پورته منډې یې له ۹۲،۸۸ سټرایکرېټ سره اخیستي دي.
۸: پاکستانی واسیم اکرم
د سوېنګ شاه واسم اکرم چپ لاسی توپ اچونکی،چې په ۱۹۹۲ کال کې نړیوال جام یې د عمران خان تر څنګ یادګاري زمانه وه.
دی یو له هغو لوبغاړو یادیږي،چې هر وخت د لس غوره لوبغاړو په نوملړ کې شامل و،واسیم اکرم په ۳۵۶ لوبو کې ۵۰۲ ویکټې له ځان سره کړې،چې غوره توپ اچونه یې د ۱۵ منډو په بدل کې د ۵ ویکټو اخیستل یادیږي.
۹: اسټرالیاوی ریکي پونټینګ
جادویی لوبډلمشر،زړور توپ وهونکی،کلاسیکل او اماده لوبغاړی،ریکي پونټینګ.
که په هر حالت او هر فارمټ لوبه کې د ښې توپ وهنې یادوري کیږي،نو باید ریکي پونټینګ یاد کړو.
ریکي په ۳۷۵ لوبو کې ۱۳۷۰۴ منډې تر لاسه کړي دي،چې ۳۰ سلیزې او ۸۲ نیمه سلیزې یې هم په خپله توپ وهنه کې شاملې دي،نوموړی ښه ایورېج هم لري،چې د ۴۲،۰۳ اویرېج له مخې یې توپ وهنه کړې او ۱۶۴ یې په یوه لوبه کې زیاتې منډې دي.
۱۰:هندی سچن ټنډولکر
دا نوم خو د هر چا په خوله دی،چې یوه پیړۍ کریکټ یې په هر لحاظ ستایل کیږي.
د باک ګلنس،اوپر کټ شاټ محترع سچن ټنډولکر چې همدا شاټ د ده په نوم(سچن شاټ)سره نومول شوی،یو له بهترینو توپ وهونکو یادیږي،سره له دې چې اوس په لوبغالي کې نه لوبیږي،خو له براکته یې لکونه لوبغاړو کریکټ ته مخه کړې ده.نوموړي ۴۶۳ لوبو کې ۱۸۴۲۶ منډې تر لاسه کړې او ۴۹ سلیزې،۹۶ نیمه سلیزې یې هم تر لاسه کړي دي.۱۸۶ یې په یوه لوبه کې زیاتې منډې هم راځي او ۱۵۴ لوبغاړي یې هم سوځولي دي.