
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د رپوټونو په اساس د فرانسوۍ لوبډلې «پاستژرمېن» درې نامتو لوبغاړي نیمار، ډیماریا او پاردس په کورونا ویروس اخته شوي.
د «میرور فوټبال» ورزشي اژانس د راپور له مخې، نیمار د پاستژرمېن لوبډلې درېیم لوبغاړی شو، چې د کورونا ټیسټ یې مثبت ختلی او په کورونا ویروس اخته شوی.
میرور فوټبال وایی، چې د پاستژرمېن لوبډلې مسوولینو د تېري دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې دوه لوبغاړي ډيماریا او پاردس یې په کورونا ویروس اخته شوي، خو پرون چهارشنبه یې په دې ویروس د نیمار د اخته کېدو خبر هم ورکړ.
نیمار په ۲۰۱۷م کال کې بارسلونا لوبډله پرېښودله او د فرانسې هیواد د کورنۍ لوبډلې پاستژرمېن سره د ۲۲۲ میلیونه یورو په لګښت د ۵ کالو لپاره یوځای شو.
د هغه دا رانیونه یو نړیوال ریکارډ جوړ شو، تر دې مخکې او راورسته هیڅ یو فوټبالر په دومره پیسو ندی پېرل شوی.
نیمار اوس تر میسي او رونالډو راوروسته د نړۍ درېیم نوموتی او تکړه فوټبالر دئ، چي ډېر مینوال لري؛ خو د ځوانیتوب په اساس تر رونالډو او میسي ښه راتلونکې لري.
نیمار د پاستژرمېن لپاره اوس ۵۲ سیالیو کې ۴۷ ګولوهنې ترسره کړې دي.